عبداللهیان دا څرګندونې د لبنان په پایتخت بیروت کې د رسمي سفر پر مهال خبري کنفرانس ته کړې دي.
عبدالللهیان د حزب الله له مشر حسن نصرالله، له سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي او د دغه هېواد د پارلمان له مشر سره هم کتلي دي.
داسې اندېښنې دي چې د اسراییلو او حماس تر منځ دا جګړه به د لبنان پولې ته هم ورسېږي.
دا هغه سیمه ده چې د حزب الله وسلهوال پر اسراییلو د حماس تر برید وروسته د تیارسۍ په حال کې دي.