د المپیک ملي کمېټې پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون د ملي لوبډلو د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې.
سرچینې زیاته کړې، دغه سیالۍ په اوو بېلابېلو برخو کې ترسره شوې چې د هر سبک لپاره ۳۳ ورزشکاران غوره شوي دي.
د یادې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې په ټوله کې ۲۴۱ ورزشکاران د هېواد په کچه ملي لوبډلو ته غوره شول.
په یادو سیالیو کې د کابل په ګډون د هېواد له ۲۱ ولایتونو څه باندې ۷۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.