د یاد مرکز په راپور کې ویل شوي چې د تېر کال په پرتله په دغه هېواد کې وسلهوال بریدونه ۱۹ فیصده ډېر شوي.
په راپور کې همدارنګه راغلي چې دغه بریدونه په ځانګړي توګه په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ډېر شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، چې ۳۸۶یې د پاکستان امنیتي ځواکونه دي.
د خپاره شوي راپور له مخې، په یاده موده کې په پاکستان کې په وسلهوالو بریدونو کې د نیمه پوځي ملېشو ۳۳ غړي هم وژل شويدي.