د پاکستان ډان ورځپاڼې د امنیتي چارواکو په حواله سره راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ دوو ځانمرګو بریدګرو غوښتل چې یاد مسجد ته دننه شي چې د پولیسو له مقاومت سره مخ شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې یو بریدګر له مسجد څخه بېرون د پولیسو له لوري وژل شوی او ورسره چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، خو دویم بریدګر مسجد ته دننه شوی او هلته یې پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
تر دې یو ساعت وړاندې بیا په بلوچستان ایالت کې په یو مسجد کې په چاودنه کې ۵۲تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.