ساینس پوهانو نوی رباټ چې ۹۰ زره ډالره لګښت لري، داسې جوړ کړی چې اور وژونکي وي او د خلکو د ژغورلو لپاره سوځېدلو ودانیو ته ننوتلی شي.
دمګړۍ، د اقلیم د بدلون له کبله په ځنګلونو کې اور لګېدنه زیاته شوې او په دې توګه د ژغورنې ماموریتونه د اور وژونکو لپاره ډېر خطرناک شوي دي.
بېلابېل شرکتونه او د ساینس پوهانو ټیمونو رباټونه رامینځته کړي چې کولی شي له اور وژونکو کسانو څخه وړاندې د ودانۍ شرایط وګوري.
د Fireboat په نوم دا اور وژونکی رباټ نوې بېلګه به د ریموټ کنټرول له لارې څارل کیږي او د 650 درجو څخه پورته د تودوخې سره به مقاومت وکړي.
د مقایسې خبره که وشي اور وژونکی کولی شي د ځانګړو جامو په کارولو سره یوازې د 15 دقیقو لپاره پدې تودوخې کې ژوند وکړي، خو دغه رباټ تر دې زیات مقاومت لري.
جوړونکي شرکت په دې رباټ کې د بېسیم ټکنالوژۍ کارولې او ډیټا تر یو نیم کیلومتره واټن پورې رسیور یا ترلاسه کوونکې دستګاه ته لېږدولی شي.
له همدې کبله، د دې رباټ چلونکي کولی شي د نندارې او ځانګړي لوبې کنسول له لارې له لرې څخه د سوځیدلو ودانیو دننه د رباټونه حرکتونه وڅېړي او لارښوونه وکړي.
د اور وژونکو برعکس، دا رباټونه د لوړ فعالیت سرعت لري او کولی شي د اور وژونکي په پرتله دوه چنده ګړندي وسایل او اکمالات وکاروي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ