د دغه ګوند رهبر «اسفندیار ولي خان» پر اېکس پاڼه لیکلي چې کاسي پرون ناوخته د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ښار ته څېرمه په کچلاغ سړک کې په هدفي برید کې په نښه شوی دی.
ده ویلي چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترهګري یو ځل بیا زیاته شوې، خو حکومت یې پر وړاندې جدي اقدامات نه کوي.
د بلوچستان پولیسو د هغه وژنه تایید کړې او ویلي یې دي چې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.