سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره منلې چې د قطر په منځګړيتوب د يوې هوکړې له مخې خوشي شوي پنځه امریکايان له ايرانه امریکا ته پر لاره دي.
ايراني چارواکي وايي، د شرایطو له مخې امريکا د ايران د تېلو شپږ ميليارده کنګل شوي ډالر له سويس څخه د قطر بانکي حسابونو ته انتقال کړي دي.
ایران پر جنوبي کوریا د تېلو د خرڅولو له درکه شپږ میلیارده ډالر لرل، چې د امریکا د مخکني جمهور رییس دونلډ ټرمپ له خوا پر ایران د بندیزونو تر لګولو وروسته ګنګل شول.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي امريکا هم پنځه ايراني بنديان خوشي کړي.
په دغو پنځو ایراني بنديانو کې به دوه ایران ته ستنېږي، دوه نور به یې په خپله خوښه په امریکا کې پاتې کېږي او درېیم ایرانی به یوه بل هېواد ته ځي.