ads

یو وخت خبریاله، خو اوس موچي‌توب کوي

یوه افغانه خبریاله چې پخوا یې په راډیو کې ویندويي کوله، خو اوس موچي‌توب کوي. نوموړې ځان د ارزو رحماني په مستعار نوم راپېژني.

سمینه افغان
31 چنګاښ 1402
یو وخت خبریاله، خو اوس موچي‌توب کوي

دغه خبریاله وايي چې د ژورنالیزم په ډګر کې څلور کلنه کاري تجربه لري، خو اوس اړ شوې چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو له‌پاره موچي‌توب وکړي.
«زه د ژورنالېزم له پوهنځي فارغه یم، په مختلفو رسنیو کې مې په بېلابېلو برخو کې کار کړی، خو اوس وزګاره یم او اقتصادي مشکلاتو مجبوره کړم چې موچې ګري شروع کړم.»
دا خبریاله زیاتوي چې دم‌ګړۍ له سختو رواني او اقتصادي فشارونو سره مخ ده او اړتیا ده چې ملاتړ یې وشي.
«زه اوس ملاتړ ته اړتیا لرم چې باید بېرته خپل مسلک ته راشم. زه یوه لوستې نجلۍ یم. زما هیلې بایده مړاوې نه‌شي.»
ښايي د ارزو په څېر ډېرې نورې ښځینه خبریالانې له ورته ستونزو سره مخ وي، خو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې څه کوي او ایا تر اوسه یې له دغسې خبریالانو ملاتړ کړی او که نه؟
د خبریالانو خوندیتوب کمېټي ویاند عبدالقیوم «ویاړ» وايي چې دغسې خبریالان او خبریالانې له دوی نه‌دي هېرې.
«موږ له ۲۵۰ تنو هغو خبریالانو سره چې اقتصادي وضیعت یې ښه نه‌و، مرسته کړې چې تقریباً دا مرسته د ۲۰۰ ډالرو په اندازه ده، خو دغه اندازه مرسته دایمي نه‌ده شوې.»
بل لور ته د خبریالانو ملاتړ ادارې یا «نی» مسوول ظریف کریمي وايي، دوی هیله‌مند دی چې د ښځینه خبریالانو له‌پاره کاري فرصتونه برابر شي.
« موږ هیله‌مند یو چې د ښځینه خبریالانو له‌پاره بېرته په رسنیو کې د کار زمینه برابره شي.»
له دې ټولو سره سره، اسلامي امارت ویلي چې په ټول وس د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA