ads

کیدای شي آیفون 15 پرو په اناري رنګ بازار ته راشي

یوې باخبره سرچینې په خپل خپاره کړي پوسټ کې اناري رنګ د آیفون 15 پرو د راوتلو خبر ورکړی.

اسلام الدین احمدی
19 چنګاښ 1402
کیدای شي  آیفون 15 پرو په اناري  رنګ بازار ته راشي

دې سرچینې ویلي چې د آیفون 15 او 15 پلس به هم د شین رنګ نوي ترکیب ولري.

تر دې وړاندې د آیفون لپاره د نوي سور رنګ په اړه خبرونه خپاره شوي وو، خو په هغه وخت کې په آیفون 15 پرو کې د اناري رنګ او د هغې کارولو یادونه هم شوې وه.

اوس یوې بلې سرچینې هم دا خبره کړې ده چې دغه کس مخکې د ارغواني رنګ او په آیفون ۱۴ پرو کې د هغې د کارونې په اړه معلومات خپاره کړي وو.

یادې سرچینې په ​​یو پوسټ کې اعلان وکړ چې آیفون 15 پرو به شاید د آیفون 14 پرو تیاره ارغواني په پرتله یو څه روښانه اناري  رنګ ولري.

 د سرچینې په ​​وینا نوی شین رنګ د آیفون ۱۵ او ۱۵ پلس لپاره هم کارول شوی دی.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو  چې ایپل شرکت هڅه کوي د آیفون ماډلونو لپاره روښانه نیلي او ګلابي رنګونونو مې موبایلونه جوړ کړي.

د اپل کاروونکي به شاید نوي رنګونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

 نا تایید شويو معلوماتو له مخې ښايي آیفون 15 پرو به د ټایټانیوم باډي سره جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې اپل شرکت د کلونو راهیسې  د اپل ځیرک لاسي ساعت جوړولو لپاره له ټیټانیوم څخه کار اخلي .خو او  دا لا څرګنده نه ده چې د اپل کمپنۍ وروستۍ پرېکړه به د آیفون 15 پرو په اړه څه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA