له کندهار څخه د اروزګان تر دهراود ولسوالۍ پورې د ۲۲۰ کيلومتره غځېدلي سړک د رغونې چارې په چټکۍ سره د ټول ګټو چارو وزارت لخوا جریان لري.
ياد سړک د کندهار، ارغنداب، خاکريز او نيش ولسواليو تر څنګ د ارزګان دهراود ولسوالۍ يوله بل سره نښلوي.
د ټول ګټو چارو وزارت د پروژو تخنيکي مسئول انجنر شېرحس خوشيوال وايي چې دغه پروژه په هيواد کې دلويو پروژو څخه چې تر دهراود وروسته به له چارچينو او کجران سره ونښلول شي او له هغه وروسته به یې چارې تر ډاکنډي او باميانو پورې هم وغځول شي.
((دا پروژه تمديد کيږي له دهراود څخه به چارچينو او کجران هم سره ونښلوي او له هغه ځای څخه به دایکنډي باميان او دوشي هم سره وصل کړي دا د یوه ولايت نه بلکې د ټول افغانستان پروژه ده))
ددغه سړک جوړوونکي شرکت مشر انجنر محمد رفيق منګل وویل چې د کندهار دهراود او دهراود ترينکوټ ترمنځ دغه سړک چې ۲۲۰ کيلو متره کیږي د ۱۲۰ ميلوه ډالرو په لګښت جوړيږي.
((له ۱۱۰ څخه تر ۱۲۰ ميلونه ډالره لګښت ورباندې راځي دوولس ځایه کار شروع دی او کارونه ډير په چټکۍ سره جریان لري))
د یادونې ده چې د کندهار دخاکريز ولسوالۍ سړک يو له هغو عمومي ويجاړو سړکونو څخه دی چې د سيمې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي او د ولسوالۍ د خلکو غوښتنه وه ،چې دا سړک جوړ او د دوی ستونزې حل شۍي.