ads

د DHSA موسسې لخوا په کندهار کې ۷۳۰ تنو ته کاري زمینه برابره شوي

دکندهار په ډنډ ولسوالۍ کي DHSA موسسې ۷۳۰ کسان په دندو ګمارلي دغه کسان په خپله ولسوالۍ کې د اوبو کانالونه پاکوي او په مقابل کې يې پیسې ترلاسه کوي.

تاج محمد ساحل
15 چنګاښ 1402
د DHSA موسسې لخوا په کندهار کې ۷۳۰ تنو ته کاري زمینه برابره شوي

DHSA موسسې په ډنډ ولسوالۍ کې ۷۳۰ تنه د کانالونو پاکولو په هدف په کار بوخت کړي دغه کسانو ته د کار په مقابل کې پيسې ورکول کیږي.
ددغه پروژې ساحوې انجنر نورالله وايي چې دغه پروژه په دې ولسوالۍ کې د یوې میاشتي لپاره عملي کیږي چې مالي لګښت يې کريټاس جرمنۍ موسسه ورکوي او نورې چارې يې د DHSA یا د افغانستان لپاره د بشري مرستو موسسه مخته وړي.
انجنر نورالله وايي چې دغه کسان له پنځو لویو کليو څخه انتخاب شوي او په خپلو کليو کې د اوبو کانالونه پاکوي.
کليپ((دا پروژه چې د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې ده او ۷۳۰ کسان مو په کار اخته کړي او کانالونه په پاکوو او ددې پروژې ډونر کریټاس جرمني دی))
هغه کسان چې ددې پروژې له لارې په کار بوخت شوي وايي خوښ دي چې تر ډېرې بې کارۍ وروسته ورته د کار زمينه برابره شوې.
دوۍ وايي چې زرګونه ځوانان اوس هم په دې ولسوالۍ کې بې روزګاره دي او باید حکومت او مرستندويه ادارې ورته د کار زمینه برابره کړي.
لطف الله او جمعه ګل دوه تنه کاريګر.
کليپ((نغدي پیسې ورکول په مرسته کې دا ګټه نه کوي بلکي داچي موږ ته د کار زمینه برابره سوې دا ډيره ګټه لري دلته زیات ځوانان بې کاره دي باید هغو ته هم د کار زمینه برابره شي))
دغه کسان که څه هم په دې یوه میاشتنۍ بوختیا خوشحاله دي خو وايي چې باید د اوږدې مودې لپاره ورته د کار زمینه برابره شي.
ددې موسسې مسئولین وايي پلان لري چې په نورو ولسواليوکې هم ورته پروژې عملي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA