د کینايي چارواکو په وینا «د ښه خبر د نړیوالې کلیسا» په نوم د یوې مسیحي ډلې د پیروانو د ۱۹ جسدونو تر موندلو وروسته د پلټنو په ترڅ کې معلومه شوې چې شاوخوا ۳۰۰ کسانو د عیسی علیه سلام د لیدو لپاره ځان وژنه کړې ده.
د یادې ډلې مشر پاول مکینزي، چې خپل پیروان یې ځان وژنې ته هڅولي وو، د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
یادې ډلې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان د دې لپاره ځان وژنې ته هڅولي چې ګواکې عیسی علیه السلام به وویني.