د افغانستان د فوټبال له فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې لوبډلې تېره ورځ په تایلنډ کې یو لړ تمرینات هم کړي دي.
په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنه لوبډله به د اسیا ملتونو جام په « B » گروپ کي له ایران، جنوبي کوریا او قطر سره لوبې وکړي.
د اسیا ملتونو جام سیالۍ د جون میاشتې په۱۵مه پیلېږي.
بل لورته د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې له ایران سره سیالي لري.
دا سیالۍ د سه شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې پیلېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې تر دې وړاندې خپله لومړۍ سیالۍ قرغزستان ته بایللې ده.