د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دا پېښه د بلوچستان ایالت د کیچ په سرحدي سیمه کې را منځته شوې چې د اعلامیې له مخې پاکستاني ځواکونو بریدګر په شا تمبولي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو او د پاکستان د حکومت مخالفو سخت دريځو ډلو په تېر کې د دا ډول بريدونو مسولیت منلی دی.
تر دې وړاندې ایراني چارواکو تیره اونۍ ویلي وو چې له پاکستان سره پر پوله یې په یو ه وسلوال برید کې شپږ تنه سرتېري وژل شوي.
د یادونې ده ایران او پاکستان تل یو بل تورنوي چې د ترهګرو د فعالیتونو او د هغوی د سرحدي بریدونو د مخنیوي لپاره پوره هڅه نه کوي.