د ترکیې د ټاکنو عالي کمېټې مشر «احمد یینر» تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې رجب طیب اردغان ۵۲.۱۴ او کمال قلیچدار بیا ۴۷.۸۶ فیصده رایې ګټلې دي.
د نوموړي سیال کمال قلیچدار هم په ترسره شویو ټاکنو کې ماتې منلې او ویلي یې دي چې ترکیه به له ډېرو لویو ستونزو سره مخ شي.
بل لور ته رجب طیب اردغان ته د بریا له کبله د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د امریکا، روسیې، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو جمهور رییسانو او مشرانو مبارکي ویلې ده.
د ترکیې لومړی پړاو ټاکنې د مې میاشتې پر ۱۴مه ترسره شوې، خو هېڅ نوماند له پنځوس فیصده زیاتې رایې پوره نه کړې.