په نیول شویو خبریالانو کې دوه یې د ملي ټلوېزیون خبریالان دي او درېیم د تنویر ټلوېزیون لپاره کار کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې د نیول شویو خبریالانو نومونه صفي الله وفا، نوراغا او غلام علي وحدت ښودل شوي وو
د بغلان ولایت د استخباراتو مسولینو د نیول شویو خبریالانو د تور په اړه څه نهدي ویلي.
خو د خبریالانو د مدافع ټولنو له غوښتنو وروسته یې پرون دا درې خبریالان خوشي کړل.