ads

په امریکا کې بوړبوکۍ شاوخوا ۲۵ کسان وژلي

د امریکا د میسیسپي ایالت چارواکو ویلي، دا بړبوکۍ تېره شپه د یاد ایالت په ګڼو سیمو کې پېښه شوې چې له کبله یې ګڼې ودانۍ نړېدلې او لاهم زیات شمېرکسان تر ودانیو لاندې دي.

کامران احمدزی
6 وری 1402
په امریکا کې بوړبوکۍ شاوخوا ۲۵ کسان وژلي

د چارواکو په خبره، تر اوسه د ۲۵ کسانو مړینه تایید شوې، خو د ژغورنې عملیات لاهم روان دي، چې ښايي د تلفاتو په شمېر کې هم زیاتوالی راشي.
ویل کېږي چې د دغې بړبوکۍ له کبله د میسیسپي په لویدیځ کې د « رولینګ فورک» په نوم ښار تر نورو زیات زیانمن شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په امریکا کې ډېری وخت موسمي طوفانونه او بړبوکۍ ورته مرګ ژوبله رامنځته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA