په دغه ورزشي جشن کې والیبال، نېزه وهنه، موټر سایکل ځغلونه، کبډي، خوسی، تیږه اچونه، چارمغز ګټل او دې ته ورته نورې ملي او محلي لوبې ترسره شوې.
د دې ولسوالۍ یو اوسیدونکی اسدالله عظیمي وايي، په تېرو شلو کلونو کې یې په سیمه کې دا ډول لوبې نه وې ترسره شوې او زیاتوي چې، یاده ولسوالي په تېر کې ډېره محرومه سیمه وه نو په کا رده چې، دې ته ورته نورې لوبې هم ترسره شي:
«په دا شلو کلونو کې هم داسې لوبې نه دي شوي، زموږ صبریو ولسوالي په دا شلو کلونو کې ډېره غمجنه وه او داسې نورو لوبو ته هم ضرورت لري.»
د نیزه وهنې او کمانډو لوبو دوه تنه لوبغاړي رحیم الله رحیمي او عبدالله دغه ډول لوبې د مختلفو سیمو ځوانانو او ورزش کارانو لپاره خورا مهمې بولي، خو له اړونده ادارو څخه د وسایلو او لوبغالو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم کوي:
«دغه پروګرام چې دا نن ورځ په صبریو ولسوالۍ جوړ شوی، دا ډېر ګټور پروګرام دی. دا ډول پروګرامونو د یوې او بلې سیمې ځوانانو او ورزش کارانو لپاره د مینې او یووالي لامل ګرځي.»
«د ولایتونو په سطحه باندې موږ رسمي میدانونه نه لرو او دوهمه خبره دا چې، موږ ته باید ترانسپورت پیدا کړي، ځکه د ترانسپورت نشتون موږ ته زیات مشکل پیدا کړي دي.»
ورته مهال د خوست ورزشي امریت مسوولین وايي د ملي او محلي لوبو د غوړیدا لپاره هڅې کوي چې، د لوبغاړو د ستونزو د حل ترڅنګ دا ډول لوبې په نورو سیمو او ولسوالیو کې هم ترسره کړي.
د خوست ورزشي امر عطاالله شاه کډوال وویل، د لومړي ځل لپاره په صبریو یعقوبو ولسوالۍ کې دغه لوبې وشوې چې د خلکو له هرکلي سره مخ شوې:
«شل کاله کېږي چې دلته دا لوبې نه وې شوې، الحمدالله ډېرې پر نفوسه لوبې وې، ډېر په تشویق سره دا لوبې وشوې. دوی ثابته کړه چې دا ولسوالي ډېره له مینې او محبت څخه ډکه ولسوالي ده.»
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د خوست په تڼيو او ګربزو ولسوالۍ کې هم ورته ورزشي جشنونه ترسره شوي او خلک له مسوولینو غواړي چې دا ډول پروګرامونه دې د خوست نورو سیمو ته هم وغځول شي.