یاد سازمان تېره شپه پر ټوېټرپاڼه په لیکلي متن کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې پر خپلې دې او نورو پرېکړو له سره کتنه وکړي.
دغه سازمان زیاته کړې چې دا ډول محدودیتونو پر نجونو او ښځو د تعلیم او کاري چاپيریال کړۍ راتنګه کړې ده.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد هم ویلي چې په افغانستان کې یې د نجونو د زده کړو او د مېرمنو پر کار د محدودیتونو د دوام په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
نوموړې لیکلي، د افغانانو د ستونزو لپاره د حل لار د ملګرو ملتونو سازمان لومړیتوب دی.