بهار شاه ګل، فریدالله او عبدالمجید هغه درې ملګري دي چې په تخنیکي برخه کې زده کړې کوي او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په ګډه د ټوپک او نارنجک پر سیستم کار کړی او د دوی په وینا چې د کار پایله یې مثبته هم ده.
د دوی له ډلې بهار شاه ګل راته وویل، چې جوړ کړی ټوپک او نارنجک یې له نورو ځانګړي دي:
«کوم ټوپک او نارنجک سیستمونه چې موږ جوړ کړي، پینځه میاشتې پرې لګیدلې؛ ټوپک په شپږ-اووه سوه انټروال کې انداخت کوي او نارنجک درې ډوله استعمال لري. غوښتنه مو دا ده، چې داسې خلک د افغانستان په هر ولایت کې پیدا کیږي، چې له دوی سره مالي کومکونه وشي، منظم لابراتوارونه ورته جوړ شي، چې افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ ته یې خیر ورسیږي.»
د دې ستاینغونډې بل ځانګړی مېلمه نورویس خان و، چې د ده په وینا له ډېره وخته په خوست ښار کې د نجارۍ کاروبار لري او له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې یې د یو موټر پر جوړولو کار کاوه، چې بالاخره بریالی شو او جوړ کړی موټر یې نن نندارې ته وړاندې کړ:
«غوښتنه مو دا ده چې موږ ته د مسلکي کار زمینه مساعده شي؛ که رښتیا درته ووایم ما دا موټر په درو شیانو (ګلینډر، برمه او د ویلډېنګ ماشین) باندې جوړ کړی، دا خو وسایل نه دي؛ دې ته پرېس او نور ماشینونه پکار دي، چې موږ یې له دولت نه غوښتونکي یو.»
د خوست د اطلاعاتو فرهنګ اداره وايي، له دې غونډې یې هدف د هغو استعدادونو هڅونه وه، چې د دوی په وینا په خپل نوښت ټولنې ته د پرمختګ فکر ورکوي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریس شبیراحمد عثماني وايي، چې دوی به د هېواد شتمن او مسؤولې حکومتي ادارې وهڅوي، چې د داسې خلکو لاسنیوی وکړي:
«په دې کوشش کې یو چې ځینې سرمایه دار خلک یا د امارت هغه مسوولې ادارې دېته وهڅوو، چې هغوی د داسې وسایلو د جوړولو لپاره مستقله بودیجه ولري، هغه فابریکې چې په هغو کې پرزې جوړیږي، نو دا به ان شاءالله د دې وطن د ابادۍ باعث وګرځي.»
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د یو شمېر ځوانانو لخوا د ځینو نوښتونو خبرونه خپرېږي، خو په ټوله کې د دغو ځوانانو غوښتنه دا وي، چې مسوولې ادارې یې د راتلونکو کارونو لپاره مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.