ads

ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام ته لار پیدا کړه

ارجنټاین د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې تېره شپه کروشیا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ورسېد

کامران احمدزی
23 لیندۍ 1401
ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام ته لار پیدا کړه

په دې لوبه کې ارجنټاین لوبډلې ۳؛ خو کروشیا لوبډلې بیا هیڅ ګول ترسره نه کړ.

په دغې لوبه کې ارجنټاین ته لیونل میسي یو او « جولیان الویرز» دوه ګولونه ترسره کړل.

ټاکل شوې چې نن به د یادو لوبو مراکش او فرانسه یو له بل سره سیالي وکړي.

د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام پای لوبه د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۸مه د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

ارجنټاین لوبډلې تر دې وړاندې دوه ځله د فوټبال نړیوال جام اتلولۍ ګټلې دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA