د بهرنیو چارو وزرات ویاند عبدالقهار بلخي د پنج شنبې په شپه ناوخته پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ایراني پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ کال د تړون پر تطبیق ټینګار وکړ، خو امیرخان متقي ورته په دې برخه کې د ترسره شویو اقداماتو یادونه کړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، علي اکبر محرابيان په دې ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې د زېربناوو په برخه کې کافي فرصتونه شته او اېران چمتو دی چې د انرژۍ په توليد، زراعت، اوبو رسونې او د کانونو د استخراج په برخه کې همکاري وکړي.
په ناسته کې دغه راز د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، د ستونزو پر ډيپلوماتيک حل او د ورته ناستو پر دوام ټينګار شوی دی.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي و چې له اسلامي امارت سره له پرلپسې دیپلوماتیکو هڅو وروسته د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشې شوې دي، خو اسلامي امارت بیا ویلي و چې دغه اوبه یې د کمال خان بند د کاسې د ډکېدو له کبله ایران ته نه؛ بلکې د نیمروز دښتو ته ور خوشې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ