هغه غونډه چې په همدې هدف په افغان ټیکنالوژۍ تخنیکي او مسلکي انیسټیټیوټ کې جوړه شوې وه، اړوندو مسوولینو فارغو شویو کسانو ته د فراغت سندونه ورکړل.
د دغه انیسټیټیوټ عمومي امر انجینر محمد ظاهر د غونډې ګډونوالو ته وویل چې دغه انیسټیټوت په ټوله کې ۳۰۹ فارغان لري چې ۹۲تنو یې تر څوارلسم او ۱۶۷ تنو یې تر دولسم ټولګي تخنیکي او مسلکي زده کړې کړي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د یاد انیسټیټیوټ محصلینو ته هر ډول اسانتیاوې او د عملي زده کړو لپاره لازم وسایل برابر شوي وو.
«له ټولو وزارتونو، دولتي او خصوصي ادارو څخه مو هیله ده چې له تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره همغږي وکړي او فارغو شویو زده کوونکو ته د کار زمینه برابر کړي.»
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونیزو چارو معین نور محمد عزیزي فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تر دې وروسته یې په ټولنه کې د خدمت لپاره مسوولیتونه نور هم زیاتېږي.
«د اسلامي امارت رهبري د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره ژمنه ده او ټولو هغو کسانو ته به د زده کړو زمینه برابروي چې په همدې برخه کې د زده کړو لېوالتیا لري.»
د تخنیکي او مسلکي انیسټیټیوټ عمومي رییس مولوي غلام حیدر شهامت غونډې ته وویل چې که څه هم په دغه انیسټیټیوټ کې اوس تر دوو کلونو پورې تخنیکي زده کړې ورکول کېږي، خو په خبره یې، د لوړېدو لپاره یې هڅې روانې دي.
«د رییس الوزا له لوري امر شوی چې د تخنیکي او مسلکي ادارې د رهبرۍ له خوا به ماهره او بااستعداده زده کوونکي د لا پیاوړي کېدو لپاره بهر ته هم ولېږل شي.»
د یادونې ده چې د تخنیکي او مسلکي ادارې دا ۶۷ مه فراغت غونډه وه چې تر دې وړاندې هم دغه انیسټیټیوټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې په بېلابېلو څانګو کې ډېری محصلین روزلي دي.