یوه اونۍ مخکې له کابل ښار او ولسوالیو څخه تر ۵۰ زیات دیني عالمان کندهار ته په دغه هدف تللي وو چې د اسلامي امارت له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وګوري.
دغو دیني عالمانو د مطبوعاتي کنفرانس له لارې ویلي چې د اسلامي امارت له مشر سره یې لیدلي او د خلکو غوښتنې یې ورسره شریکې کړې دي.
دوی له کندهار څخه کابل ته د تللو پر مهال ویلي چې له ملا هبت الله اخندزاده سره یې د خلګو پر اقتصادي، ټولنیزو او شته ښوونیزو ستونزو خبرې کړې او د حل په هدف یې ډاډ ورکول شوی دی.
«د مدرسو، ښوونځیو پر نوي نصاب جوړونې خبرې وشوې او عالمانو ته لارښوونه وشوه چې د اختلافاتو په له منځه وړلو کې خپله ونډه ترسره کړي.»
د دغو عالمانو مشري د کابل اوسني والي مولوي ندا محمد کړې او عالمانو ویلي چې نړیوال باید پر دې مسله ښه پوه شي چې اسلامي امارت د بشري حقونو په برخه کې ډېر څه کړي دي.
د عالمانو په خبره، د جګړې د پای ته رسېدو او تېر حکومت چارواکو ته عمومي عفوه بشري حقونو ته د اسلامي امارت بېسارې پاملرنه ښيي او تر عمومي عفوې وروسته په هېواد کې د وینې توییدنې مخه نیول شوې ده.
«نړیوال باید پر دې پوه وي چې اسلامي امارت د بشري حقونو مسلې ته ډېر پام کوي، ځکه د عفوې فرمان په صادرېدو سره د کورنۍ جګړې مخه ونیول شوه.»
د دیني عالمانو په استازیتوب د کابل والي مولوي ندا محمد ویلي چې د اسلامي امارت مشر له دوی سره د ليدنې پر مهال څرګنده کړې چې اسلامي امارت د ښځو زده کړو ته ژمن دی او یوې کمېټې ته يې دنده سپارلې چې په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
«د اسلامي امارت مشر پخپله د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه وغږېد او په دې اړه یې پراخه معلومات ورکړل. هغه دا څرګنده کړه چې دوی د مېرمنو حقونو ورکړې ته پوره ژمن دي.»
باید یاده شي چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته نږدې یو کال په پوره کېدو دی، خو لاهم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې او مېرمنې هم دندو ته نه دي غوښتل شوې.
خو اسلامي امارت ویلي چې د چوکاټونو تر جوړېدو وروسته به دا ستونزه حل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ