خو اوس لیدل کېږي چې په کابل کې د اسلامي امارت له لوري ګومارل شوي امنیتي موظفین لاهم په چک پاینټونو کې په شخصي جامو کې راڅرګندېږي.
کابل ښاریان په ځنډ سره پولیسو ته د یونیفورم د وېش له بهیره اندېښنه لري او له حکومت غواړي چې دا بهیر چټک کړي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې عادله وايي چې د کابل ښار په ځینو سیمو کې پولیس پوځي یونیفورم لري، خو زیاتره یې په شخصي جامو کې دنده اجرا کوي.
«نظامي یونیفورم کولی شي چې د پوځیانو هویت مشخص کړي او د پولیسو او ملکي خلکو تر مینځ دوه اړخیز اعتبار رامنځته کړي؛ خو له اسلامي امارت څخه غواړو چې ټولو پولیسو ته ځانګړی یونیفورم وویشي.»
د پوځي چارو کارپوه طاهر یرغل هم پولیسو ته د ځانګړې یونیفورم په وېش ټینګار کوي. نوموړی وايي چې دا مسئله د عامو وسلهوالو کسانو او تعلیم دیده نظامیانو ترمنځ تفکیک رامنځ ته کوي.
«یونیفورم په ټولنه کې د یو نظامي د تعلیم او پوهې نماینده ګي کوي. خو د اسلامي امارت له دې پرېکړې هرکلی کوو؛ مګر تر اوسه په بشپړ توګه نه ده وېشل شوې چې عمده علت يی د پیسو کمښت دي او اوس مهال ټول هېواد له بد اقتصادي سره مخ دی.»
د پوځي چارو بل کارپوه عبدالهادي قریشي بیا، د یونیفورم درلودل د امنیت ټینګښت په برخه کې اړین بولي.
«پولیس ځانګړی یونیفورم په لرلو سره د خپل دندې په مقابل کې د مسولیت احساس کوي او د یونیفورم په لرلو سره دوی دهغه مسولیت څخه اغیزمن کیږي چې د خپل یونیفورم لپاره لري.»
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب بیا وايي چې پوځیانو ته د یونیفورم وېش دوام لري او په راتلونکو څو ورځو کې به بشپړ شي.
حبیب وايي چې تراوسه پنځه زره جوړه یونیفورمه د کابل امنیه قومندانۍ او پنځه زره جوړه یونیفورم د کندهار امنیه قومندانۍ ته ورکړل شوي دي.
«د یونیفورم وېش ادامه لري او هر حوزه خپل ځانګړی نظم او ډسپلین لري هغوي له وېش وروسته د یو څو ورځو لپاره تمرین کوي. موږ یونیفورم قومندانۍ ته سپارو او هغوي يې بیا په حوزو باندې وېشي.»
دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پولیسو نوی یونیفورم خلکو ته وپېژنداه او ژمنه یې وکړه چې په دوو هفتو کې پولیسو ته ووېشل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ