ads

ایا اسلامي امارت له هر لوري له ننګونو سره مخ دی؟

د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد له هغه څرګندونو وروسته چې افغانستان اوس‌مهال “له هرې خوا” له ننګونو سره مخ دی چې له “ډېرو ګاونډیو” هم ستونزې ویني. د چارو شنونکو تر منځ بحثونه راپارولي دي.

تاج ولي غورځنګ
5 غویی 1401
ایا اسلامي امارت له هر لوري له ننګونو سره مخ دی؟

د سیاسي او پوځي چارو شنونکی جنرال عبدالواحد طاقت وایي، ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې په پښو ولاړ نظام اوسي.
د نوموړي په خبره، هغوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د دوی تر لاس لاندې حکومت وي او هره کړنه یې د ګاونډیو په اشاره وي.
«زموږ ګاونډي هېوادونه له تېرو څو لسیزو راهیسې هڅه کوي چې موږ یو پیاوړی او په خپلو پښو ولاړ نظام و نه لرو، ځکه ټول ګاونډي هېوادونه یو باثباته افغانستان د ځان په ګټه نه بولي. هغوی پوهېږي چې کله افغانستان په پښو دریږي نو د دوی ستراتېژیکې ګټې کمېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا بیا وایي، اسلامي امارت که غواړي له نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولري، باید کور دننه بدلونونه راشي.
نوموړی زیاتوي، اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې په حکومت کې ټولو خواو ته ځای ورکړي.
د سیداکبر اغا په خبره، نړۍ او یو شمیر ګاونډي هېوادونه هم له اسلامي امارت د پراخ‌بنسټه حکومت غوښتنه لري.
«د ملا محمد یعقوب مجاهد خبره سمه ده چې د نړۍ او ګاونډ هېوادونه له افغانستان سره په مقابله کې مخامخ شوي، خو امارت هم باید هڅه وکړي چې په کور دننه له خپلو خلکو سر مشورې وکړي او د هغوی خبرې واوري. اسلامي امارت دې په ځان پسې دروازې نه تړي. په خپل حکومت کې دې نورو خواوو ته هم پام وشي، ځکه هغوی هم حق لري.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وایي، له ټولو ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.
«موږ له پیله ویلي چې له نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړو. له هغوی غواړو چې خپلې غوښتنې د خبرو لارې وړاندې کړي.»
د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي، پر خوست او کونړ یې د پاکستان وروستي هوایي بریدونه د ‘ملي مصلحت’ لپاره وزغمل، خو بل ځل ښايي داسې بریدونه ونه زغمي.
ملایعقوب دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بنسټ اېښودونکي ملا محمد عمر اخوند د نهم تلین په غونډه کې په کابل کې وکړې.
«دنیا هم راسره په مقابله کې ده او له ډېرو نژدې خلکو، همسایه‌ګانو څخه هم رنځ او تکلیف وینو، چې ښکاره مثال یې څو ورځې وړاندې په کنړ کې زموږ پر خاوره تجاوز و.»
ملا یعقوب پخپلو خبرو کې د خوست پېښه یاده نه کړه خو په ځانګړي ډول یې پر کونړ د پاکستان بریدونو ته په اشارې وویل چې، بل ځل ښايي داسې “تجاوز” ونه زغمي.
اسلامي امارت ویلي چې په دواړو ولایتونو کې په دغو بریدونو کې نژدې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف پکې د ۲۰ ماشومانو وژل کېدل هم تایید کړل چې له ډلې یې ۱۵ نجونې او پنځه هلکان وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA