ads

په خوست کې ډله‌ییز روژه ماتي

په خوست کې د ځوانانو له لوري هره ورځ د ښار په پارکونو او له ښاره لېرې په تفریحي سیمو کې روژه ماتي او د روژه ماتي په نوم راټولېدنې برابریږي.

بختاجان بختیار
4 غویی 1401
په خوست کې ډله‌ییز روژه ماتي

د خوست ښار اړوند مشهور کاپي شاپونه، تفریحي غونډۍ، د ولسوالیو اړوند تفریحي سیمې او په ځانګړي ډول خوست حکیم تڼيوال پارک هغه ځایونه دي، چې هره ورځ ډلې ـ ډلې ځوانان د روژه ماتي په موخه ورځي او د خپلې خوښې خوړو تیارولو ترڅنګ د ساعتیرې موقع هم برابروي.
د خوست مرکز اړوند شمل حسن کوټ کلي ځوانان د هرې جمعې په ورځ د کلي اړوند په شنه او تفریحي سیمه راټولېږې او په خپلو لاسونو پر تیارو کړو خواړو روژه ماتی کوي.
د دې سیمې یو تن ځوان سید قابل شاه میاخېل وایي، هدف یې له دغه روژه ماتې د کرکې او نفرت ورکول او پر ځای یې د مینې او ورور ګلوۍ پيغام دي:
«د روژې مبارکې میاشتې د هرې جمعې په ورځ د ځوانانو یووالي په نوم روژه ماتی کوو، هرڅه خپل تیاروو، هدف دا دی چې دلته مینه خورا او یووالی رامنځ ته شي، کرکې او نفرتونو ته د پای ټکی کېښودل شي.»
د نورو سیمو په پرتله د ځوانانو د روژه ماتي لپاره ګرم ځای د ښار لودیځ لوري حکیم تڼيوال پارک ګڼل کېږي، چې پر مرکز سربېره له لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو هم ځوانان ورته راځي او دلته روژه ماتي کوي.
ایوب جان خاطر چې همدې پارک ته له خپلو ملګرو سره د روژماتي په موخه راغلی وایي، دلته د خلکو ګڼه ګوڼه دومره ډېره وي چې ان ځینې وخت پکې روژه ماتي ته د ناستی ځای هم په ګرانه پیداکېږي:
«موږ هم نن پارک ته ملګرو سره راغلو څو روژه ماتی دلته وکړو او ترڅنګ یې لږ شان تفریح هم وکړو، په روژه کې دومره ډېرخلک د روژه ماتي لپاره دلته راځي، چې ځينې وخت د دسترخوان د اچولو ځای هم نه وي، په ټوله کې دا ډول ناستې او روژه ماتي د ځوانانو ترمنځ مینه پیدا کوي.»
ددې سیمې فعال ځوانان او مدني فعالان هم دا ډول روژه ماتي د ځوانانو د یووالي او انسجام لپاره ګټور بولي او زیاتوي چې پدې سره د هېواد د نورو ولایتونو ځوانانو ته هم د یووالي پیغام لیږدول کېږي.
د ځوانانو په وینا له روژه ماتي وروسته ډېر کله د هېواد په روانو حالاتو هم بحثونه کېږې چې مثبت او ښه پیغامونه پکې تبادله کېږي:
یو ځوان رحمن الله ګهیځ:
«د ځوانانو له لوری د روژه ماتي په نوم بېلا بېلې راټولیدنې ترسره کېږي، چې دا دوه لوی پیغامونه له ځانه سره لري، یو دا چې د سالمې تفریحي او ساعتیرۍ یو ښه چانس وي، دویم دا چې خلکو او نورو ځوانانو ته د یووالي او اتفاق پیغام لیږدوي، نو زه خپله دا ډول ناستې او پروګرامونه مهم ګڼم او هیله ده چې نورو سیمو ته هم پراختیا پېدا کړي.»
یوازې روژه ماتي نه دي چې ځوانان پرې راټولیږې، بلکې په روژه کې د خوست په اطرافي سیمو کې والیبال او په مرکزي برخو کې کرکټ هغه لوبې چې هره ورځ پرې سلګونه ځوانان راغونډېږي او د رمضان په نوم د ولایت په سطحه سترې سیالۍ جوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA