ads

په جلال اباد کې غلو د عامو خلکو ژوند تنګ کړی

ښاریان وایي، په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې موټر سایکل سپاره غله زیات شوي، چې له امله یې د دوی ورځنۍ چارې ټکنۍ شوي دي.

جان اغا صالح
4 غویی 1401
په جلال اباد کې غلو د عامو خلکو ژوند تنګ کړی

د عامو خلکو په خبره د جلال اباد ښار په ناحیو کې هره ورځ موټرسایکل سپاره غله له خلکو توکي لوټي،
چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.
«په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې موټر سایکل سپاره غله ډېر زیات شوي چې خلک یې هم تنګ کړي دي، موبایل تښتوي او له خلکو هم د وسلو په زور پېسې اخلي او حتا چې وسه یې وشي کورونو ته هم داخلیږي، له حکومت غواړو چې د دغه غلو مخه دې ونیسي او د خلکو د ډاډمن ژوند لپاره دې لا زیات کار وکړي او هم هغه کسان چې دغلاوو په تور نیول کیږي باید سزا ورته ورکړل شي.»
دوی له اسلامي امارت نه پر موټرسایکلو د ګرځبندیز غوښتنه کوي.
په همدې حال کې ټولینز فعال حیات الله حمیدي بیا له کلید سره په خبرو کې د دا ډول غلاوو زیاتوالی د ځوانانو بې روزګاري یادوي.
حمیدي وایي، په دې وروستیو کې په زیات شمېر ځوانان بې روزګاره شوي، چې له همدې امله یې د خلکو لوټلو او غلاوو ته مخه کړې ده.
نوموړی له اسلامي امارت نه د دا ډول پېښو د مخینوي ترڅنګ بې روزګاره ځوانانو ته د کاري زمینو د برابرولو غوښتنه هم کوي.
حمیدي زیاتوي:«د نوي تحول په رامنځته کیدو سره زیاتره ځوانان بې روزګاره شوي او بیا یې غلاوو ته مخه کړې، چې ډېره ناسمه لاره یې غوره کړې ده، له حکومت غواړو چې دغه غله دې هم ونیسي او ددې ترڅنګ دې ځوانانو ته کاري زمینه هم برابره کړي چې څو دوی په کار او له غلا لاس واخلي.»
هڅه مو وکړه تازه په دې تړاو په دې ولایت کې د امنیتي چارواکو غږ هم راواخلو خو بریالي نه شو.
دا شکایتونه داسې مهال راپورته کېږي، چې څه موده وړاندې د ننګرهار رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ،په تیره یوه میاشت کې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د غلا، قتل، اخلاقي فساد،جعل کارۍ اونورو بیلابیلو جرمونو په تور د لسګونه کسانو د نیول کیدو خبر هم ورکړی وو.
سرچینې تازه ویلي، چې شنبه ماښام هم امنیتي ځواکونو د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ دوه تنه وسله وال غله چې غوښتل یې د سوارلۍ له موټرو غلا وکړي نیولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA