ads

د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل به ناوړه پایلې ولري

که څه هم یوه میاشت کېږي چې په افغانستان کې ښوونیز کال پیل شوی، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

Taj Wali Ghorzang
1 غویی 1401
د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل به ناوړه پایلې ولري

په کابل کې یو شمیر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او قومي شوراګانو په همدې هدف یوې خبرې ناستې پر مهال له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي او پرېنږدي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي پاتې شي.
مدني فعاله او د ښځو غورځنګ مشره مونسه مبارز وایي، که اسلامي امارت غواړي پر افغانستان حکومت وکړي، باید د خلکو اساسي غوښتنو ته پام وکړي.
نوموړې وویل، هغوی چې د خلکو غوښتنو خلاف ګام پورته کوي پایلې به یې ښې نه وي.
«په افغانستان کې چې هر سیاسي بدلون راغلی په دوو مهمو برخو یې مخامخ منفي سیوری غوړولای. یوه برخه یې د پوهنیز نظام یا معارف او بله مهمه برخه یې د ښځو یا د نجونو ژوند دی. بدبختانه په تېرو څو لسیزو کې دغو دوو مهمو برخو ته هیڅ پام ندی شوی، بلکې هر چا ترې خپل غچ اخیستی.»
یادې ناستې ته د ګوجرو قوم مشر شیرعالم ګوجر وویل، اسلامي امارت وایي، ټولې نړۍ ته مو پوځي ماتې ورکړه، خو د ګوجر په خبره، که دوی غواړي چې ټولې نړۍ ته په سیاست کې ماتې ورکړي باید د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.
نوموړي زیاته کړه، که نجوني مو باسواده شي، له ټولې نړۍ سره په هره برخه کې سیالي کولی شو.
«تاسې ټول په دې پوهیږئ چې معارف د ټولنې رڼا ده، خو له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه رڼا تته او ورځ تر بلې د مړه کیدو خواته روانه ده. دا سمه ده چې موږ بیا، بیا وایو چې نړۍ مو ماته کړې، خو په هغه ټولنه کې چې د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي وي، که دوی هر څومره وایي چې نړۍ مو ماته کړې، څوک یې نه ورسره مني.»
د یوولسم ټولګي زده کوونکي منوره قریشي هم له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دوی ته د ښوونځيو د تلو اجازه ورکړي.
نوموړې وویل، معارف دې نه سیاسي کیږي او د نجونو پرمخ دې ښوونځي پرانیستل شي.
«د نجونو پرمخ ښوونځي تړل کیدل یو لوی جبر او لوی ظلم دی. موږ له تېرو څو میاشتو راهیسې ډېرې سختې ځوریږو. هېله ده چې اسلامي امارت زموږ غږ واوري او ژر تر ژره ښوونځي پرانیزي.»
بل لور ته تازه په تازه د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، دوی لا هم د اسلامي امارت مشرتابه امر ته په تمه دي، هغه وایي، هر وخت چې مشرتابه امر وکړ، دوی د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
«موږ پوره چمتوالی لرو او هر کله چې مشرتابه امر وکړ موږ به ښوونځي پرانیزو. زه په ډاډه وایم چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي به ژر پرانیستل شي.»
دغو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او قومي شوراګانو د یو پریکړه لیک په خپرولو سره وویل، د نجونو زده کړې د افغانستان ولس (سره کرښه) ده او نه باید د نجونو د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې شي.
هغوی دغه راز خبرداری ورکړ چې د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي به خلک کډوالي ته اړ کړي چې له امله به یې هېواد ته سخت اقتصادي او سیاسي زیانونه واوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA