په ورته مهال مسولين وايي د هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې په عامه ځايونو کې نيالګيو ته زيان رسوي.
په ارزګان کې په عامه ځايونو کې په ځانګړې توګه د ښار په جادو کې د ترينکوټ ښاروالۍ او چاپیريال ساتنې ادارې لخوا هر کال په زرګونه نيالګي اېښودل کېږي؛ خو د نه پاملرنې له کبله راتلونکی کال له منځه تللي وي.
تازه تېره ورځ د ترينکوټ ښاروالۍ رياست لخوا تر ۲۵۰۰ پورې نيالګي د ښار په واټونو کې اېښول کېږي.
د ترينکوټ ښاروال مولوي هنر وايي ياد نيالګي به د ښار په بېلابېلو جادو کې د ښار د ښکلا په هدف کینول شي.
دی وايي:«دغه ۲۵۰۰ نيالګي چې نن يې د اېښودلو پروسه پیل شوه د ښار په عامه ځايونو کې به کینول شي ترڅو د ښار ښکلا زياته شي.»
پر همدي مهال عام خلک نيوکه کوي چې او زياتوي چې هر کال د دولت لخوا په عامه او دولتي ځايونو کې په زرګونه نيالګي اېښودل کېږي خو بل کال ته د نه پاملرنې له امله له منځه ځي.
د ارزګان دوه اوسېدونکي اغا ولي همت او حضرت الله وايي دولت او خلک مسوليت لري چې په عامه ځايونو کې د اېښودل شویو نيالګيو پالنې او روزنې ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی د مسوولينو څخه غوښتنه وکړله چې هغه کسان دي مجازات کړي چې اېښودل شویو نيالګيو ته زيان رسوي.
اغاولي وويل:«تاسو پوهيږئ هر کال په ښار کې په زرګونه نيالي ايښول کېږي؛ خو بل کال بیا ټول له منځه ولاړ شي او ښاروالۍ بیا له سره نيالګي کینوي د نویو نيالګيو د اېښول پر ځاي مهمه داده چې د زړو نيالګيو سمه پاملرنه وشي»
حضرت الله وايي:«هم د خلکو او هم د ښاروالۍ رياست دنده ده چې په ښار او دولتي ځايونو کې د ايښودل شویو نيالګيو ساتنې او پالنې ته پام وکړي موږ اوس هم اندېښمن يو چې دغه تازه اېښودل شوي نيالګي به د تېرو کلونو په څېر بیا له منځه ولاړ شي.»
پر همدې مهال مسوولين وايي دوی د نيالګيو روزنې او پالنې ته پام کوي او له خلکو څخه يې هم په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړله.
د ترينکوټ ښاروال مولوي هنر وويل هغه کسان چې اېښودل شویو نيالګيو ته زيان رسوي دوی به ورسره قانوني چلند وکړي.
«د خلکو څخه مو غوښتنه ده چې د دغو نيالګيو پالنې او روزنې ته پام وکړي هغه کسان چې دغو نيالګيو ته پام نه کوي او زيان ورته رسوي موږ زموږ لخوا به ورسره قانوني چلند وشي.»
د ارزګان ترڅنګ د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې هر کال د دولتي ادارو لخوا د نيالګيو د اېښودلو پروسه ترسره کېږي؛ خو د نه پاملرنې له امله ټول له منځه ځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ