ads

په هېواد کې ۳۴۶ نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷۱ زره او ۴۲۲ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
26 سلواغه 1400
په هېواد کې ۳۴۶ نور کسان پر کورونا اخته شوي

د دغه وزارت ویاند جاوېدل هژیر وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه درې تنه مړه شوي او ۱۷۲تنه روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۵۰۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۴۹ زره او ۹۹۹ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA