ads

په افغانستان کې د کورونا ۶۶۶ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۶۶ زره او ۹۶۴ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
19 سلواغه 1400
په افغانستان کې د کورونا ۶۶۶ نورې پېښې ثبت شوې

له دغه وزارت څخه په خپرو شوو شمېرو کې راغلي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۲ تنه مړه شوي او ۱۰۶ تنه روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۴۴۲ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۴۷ زره او ۲۱۵ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA