ads

په تېرو شپږو میاشتو کې یو میلیون کسان بېکاره شوي

د افغانستان د کارګران د صنفي اتحادیې مرکزي شورا وایي، په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته په شپږو میاشتو کې نېږدې یو میلیون کسان بېکاره شوي دي.

شمس الرحمن شمس
11 سلواغه 1400
په تېرو شپږو میاشتو کې یو میلیون کسان بېکاره شوي

د کارګرانو د صنفي اتحادیې مرکزي شورا په افغانستان کې د بې روزګارۍ د کچې په لوړېدو سره اندېښنه څرګندوي اووایي، چې د بې روزګارۍ د کچې د لوړېدو لوی لامل د امریکا له خوا د افغانستان د ۹ اعشاریه ۵ میلیارده پانګې کنګل کېدل دي.

د دغه شورا رییس رازمحمد احمدي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په دې وروستیو کې د یومېلیون بېکاره شویو سربېره هرکال پنځه سوه زره د کار په شرایطو برابر کسان په ټولنه کې زیاتیږي خو کاري زمینې نه دي ورته برابرې شوې.

نوموړی زیاتوي، له دې وړاندې چې کومې شمېرې خپرې شوې وې په افغانستان لس میلیونه د کار په شرایطو برابر کسان مو بې روزګاره درلودل او ترڅنګ یې په هېواد کې درې میلیونه په نشه یي توکو روږدي کسان، دوه میلیونه کونډې ښځې او دغه راز درې میلیونه هغه ماشومان هم وو چې په درنو او شاقه کارونو بوخت وو: «د اسلامي امارت د کار په لومړیو شپږو میاشتو کې نېږدې یو میلیون د کار په شرایطو برابر کسان بېکاره شوي او خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي،په داسې حال کې چې دا ټول د خپلو کورنیو سرپرستان او کارکوونکي دي، له دې ټولو سختیو سره او د یو میلیون بیکاره شویو کسانو سره په دغه هېواد کې ۲۴ میلیونه تنه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.»

په ورته وخت کې هغه کارګران چې په ورځنۍ توګه د کار په لټه کې دي وایي، هره ورځ ښار ته د کارکولو لپاره ځي خو ډېر کم وخت کار موندلی شي.

خیرالله چې په ښار کې کراچیواني کوي وایي، داسې ورځې هم پرې راځي چې د ورځې د شلو افغانیو کار هم نه ورته پیدا کیږي: «پرون راغلم تر بېګاه پورې مې شل افغانۍ کار ونه کړ، په کور کې ډوډۍ غواړي، کالي غواړي، څپلکې غواړي زه هغوی ته څه ور وړم، له موږ سره تر اوسه مرسته هم نه ده شوې، وکیلان یې ځانونو او خپلو خپلوانو ته اخلي مرستې، نماینده ګان یې هم خپلو ځانونو ته اخلي موږ ته یې نه راکوي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکی اظهارالحق فضلي وایي، اسلامي امارت د بیکارۍ کچې د راټيټېډو لپاره باید له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د کاري ځواک د لنډمهاله قراردادونو ترڅنګ چې د افغانستان کاري ځواک صادر کړي، باید خصوصي سکتور ته هم پاملرنه وشي او ورته لاډېرې اسانتیاوې رامنځته کړل شي: «خصوصي سکتور زموږ د اقتصاد د ملا تیر دی، څومره به ښه وي چې اسانتیاوې رامنځته شي او د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي، ترڅو هغوی راشي چې دلته پانګونه وکړي او کومه پانګونه یې چې کړې هغه ته پراختیا ورکړي، زه باور لرم که موږ د خصوصي سکتور ملاتړ وکړو او د دولت په چوکاټ کې ورته د کار کولو زمینه سازي وکړو نو زموږ ډیری هېوادوال به په کار مصروف شي او له دې حالت څخه به ووځو.»

غوښتل مو د افغانستان د اسلامي امارت نظر هم واخلو چې د کارموندنې لپاره کوم پلانونه لري خو له هڅو سره سره د هغوي د نظر په اخیستلو نه وانېدو، خو له دې وړاندې یې یې ویلي وو چې په راتلونکې پسرلي کې به لویې پروژې پیل شي او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې په سیاسي تحول سره د نړیوالو له خوا تمویلېدونکې پروژې هم په ټپه ولاړې دي او د ځینو دولتي ادارو کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځې هم بېرته خپلو دندو ته نه دي ورغوښتل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA