د ترکیې د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي دي، د کورونا ویروس له تازه مثبتو پېښو سره په دغه هېواد کې پر دې وبا د اخته کسانو شمېر تر اته میلونو څخه وواښت.
خبرپاڼه زیاتوي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۶ تنه له دې وبا څخه مړه شوي چې په دې سره په ترکیه کې د مړه شوو کسانو شمېر ۷۴ زره او ۶۴۲ تنو ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۵۶ میلیونه ډېر شوی او تر پنځه میلیونه ډېر وګړي ترې مړه شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ