ads

افغان لوبغاړي نصرت حقپرست لوبه وبایلله

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حقپرست تېره شپه د «یو، اف، سي» په سازمان کې له خپل نیوزلنډي سیال «دن هوکر» سره مخ شو، چې د دواړو لوبغاړو تر منځ په زړه پورې لوبه وشوه.

شمس الرحمن شمس
4 تله 1400
افغان لوبغاړي نصرت حقپرست لوبه وبایلله
افغان لوبغاړي نصرت حقپرست د لوبې په لومړي رونډ کې ډېر امتیازونه تر لاسه کړي وو، خو په درېیم رونډ کې د کمو امتیازونو تر لاسه کولو له امله له ماتې سره مخ شو.
که نصرت حقپرست دا لوبه ګټلې وای، نو په یاد سازمان کې به یې اتم مقام تر لاسه کړی و.
د یادولو وړ ده چې نصرت حقپرست تر دامهاله ۱۳ لوبې ګټلې او درې یې بایللې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA