ads

په اروزګان کې د دیني زده کړو یو مرکز جوړېږي

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د يکشنبې په ورځ د يوه خصوصي زده کړو د مرکز د بنسټ ډبره کښيښودل شوه.

شمس الرحمن شمس
21 وږی 1400
په اروزګان کې د دیني زده کړو یو مرکز جوړېږي

ددغه مدرسې مشر مولوي عبدالله زلمی وايي، ياد مرکز چې په عصري سیستم يې د رغولو چارې بشپړې کېږي د شاخوا ۲۰۰ زده کوونکو لپاره به د زده کړې زمينه برابره شي.

 نوموړي له کورنيو څخه غوښتنه وکړه چې، خپل ماشومانو د زده کړو ورته مرکزونو ته وهڅوي.

مولوي زلمي وويل: «د نن پرګرام د مدرسې د بنسټ د اېښودلو په موخه ده مدرسه يوه اړين ضرورت دی او تاسو پوهيږي چې د ديني زده کړو رسولو لپاره باید دغه ډول يو مدرسه جوړه شي موږ هم په  همدې موخه هوډ کړی دی په دغه مدرسه کې به شاخوا ۲۰۰ زده کوونکي به پکښي زده کړي وکړي»

په ورته مهال په دغه ولايت کې چارواکي هم ددغه ډول مرکز د جوړېدو هرکلی کوي.

په ارزګان کې د طالبانو د فرهنګي چارو مسول مولوي امين الله وايي، ددغه ډول مرکزونو په جوړېدو سره هغه ماشومان چې دامهال له زده کړو څخه بې برخې دي ورته به د زده کړو زمينه برابره شي.

نوموړي د يادې مدرسې له مسولينو څخه مننه وکړله چې ددغه ډول يوه مرکز د جوړېدو هوډ يې کړی او زياته يې کړه چې دوی به د امکاناتو په چمتو کولو کې ورسره پوره همکاري وکړي.

مولوي امين الله وايي: «مدرسې چې دي زموږ د پاره زيات مهم دي باید په هر ولايت کې دغه ډول مدرسې زياتې فعال شي او خلک باید ورسره همکاري وکړي موږ په خپل ټول توان ورسره همکاره يو ځکه مدرسه د علم کور دی»

هلته مېشت هغه زده کوونکي چې په دغه مرکز کې د زده کړو ترسره کېدو پلان لري د ياد  مرکز په رغولو زيات خوښ ښکاري او حکومت غواړي چې ددغه مدرسې د رغولو په چارو کې د مدرسې د بنسټګر سره مرسته وکړي.

دوه تنه زده کوونکي وايي: «موږ په دې باندې مدرسې زيات خوشحاله يو چې جوړېيږي باید ټول خلک خپل ماشومان دغه ډول د زده کړو مرکزونو ته ولېږي»

ارزګان کې دغه ډول د زده کړو د مرکزونو شمېر لسګونه دی؛ خو د خلکو ټينګار دی چې ماشومانو ته پکې اساسي زده کړې ورکول شي اود خلکو په خبره چې په ډېر شمېر مدرسو کې هغه ډول چې اړتيا ده د زده کړو زمينه پکې برابره نه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA