د يو شمېر دولتي ادارو کارکوونکي وايي، د پخواني حکومت تر سقوط وروسته دندو تهندي تللي او لا یې هم برخليک معلوم نهدی.
وحيد سادات چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په يوه مرکز کې کار کوي، له کليد سره یې د خبرو پرمهال وويل، د پخواني کارکوونکو برخليک بايد په ډاګه شي، ځينې ادارې مسلکي کارکوونکو ته اړتيا لري او که پخواني کارکوونکي بېرته خپلو دندو ته وغوښتل شي، نو دا به ښه اقدام وي.
سادات کليد ته وويل:
«پخواني کارمندان خو ټول مسلکي او په کار پوه کسان و او له ټولو اداري کارونو سره بلد وو، که چېرې پخواني کسان بېرته دندو ته وغوښتل شي، خو دا به ښه وي، که نه اړتيا ده چې بېرته مسلکي کسان پر دندو وګمارل شي.»
يوازې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو کارکوونکي نه، بلکې د نورو دولتي ادارو او وزارتونو کارکوونکي هم تر اوسه خپلو دنده ته بېرته نهدي غوښتل شوي.
عثمان ستانکزی بيا د ماليې وزارت کارکوونکی دی، هغه وايي، د طالبانو حاکميت په دويمه اوونۍ کې ورته ويل شوي وو چې تر دويم امر پورې دې په تمه پاتې شي.
دی ټينګار کوي، که څه هم نوې کابينه اعلان شوې، خو لاهم له دوی دندو ته نهدي غوښتل شوي.
نوموړي زياته کړه،
ستانکزي کليد ته وويل:
«اوسمهال يوازې د مالیې وزارت د ګمرکونو د څانګې کارکوونکي غوښتل شوي او خپلو کارونو ته یې دوام ورکړی، موږ ته په دويمه اوونۍ کې وويل شول چې بايد تر دويم امر پورې په تمه پاتې شوو، کابينه اعلان شوه، خو لا هم کارکوونکي نهدي راغوښتل شوي، د مالیې وزارت ټول کارکوونکي تخنيکي او مسلکي دي او بايد بېرته دندو ته وغوښتل شي.»
بلخوا کابل ښاريان که څه د نوې کابينې اعلان يو ښه اقدام بولي، خو ټينګار کوي چې ټولې دولتي او خدماتي ادارې بايد بېرته پرانیستل شي.
سيد حامد کليد ته وويل:
«د دولتي او نورو خدماتي ادراتو او رياستونو د تړل کېدو له کبله د خلکو ستونزې ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دي، اوس چې کابينه هم اعلان شوه، نو اړتيا ده چې ادارې بېرته پرانیستل شي.»
د اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کمېسيون مرستيال احمدالله وثیق بيا وايي، نوي ټاکل شوي سرپرست وزیرن او رییسان به د چهارشنبې په ورځ د اړوندو ادارو منسوبينو او کارکوونکو ته معرفي شي او خپل کار به پيل کړي.
نوموړي کليد ته وويل، پخواني دولتي کارکوونکو په اړه نوی حکم نهدی راغلی، دوی به په خپل ځای پاتې شي او خپلو کارونو ته به دوام ورکړي.
وثیق وويل:
«پرون کابينه اعلان شوه او نن به ټول سرپرستان خپلو کارمندانو او منسوبينو ته معرفي کېږي او خپل کار به هم پيل کړي، د پخواني کارمندانږ په اړه خو تر اوسه کوم حکم نهدی راغلی، دوی به په خپل ځای پاتې کېږي او خپل کار ته به ادامه ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده چې لاهم د ښځو چارو، زراعت او د صنعت او سوداګرۍ په ګډون د يو شمېر وزارتونو او رياستونو برخليک په ډاګه شوی نهدی او نه هم ورته نوي سرپرستان ټاکل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ