ads

په کابل کې لاهم ځینې کورنۍ د مجبوریت له مخې د کوراسباب خرڅوي

په دې وروستیو کې په کابل کې د کور د کارېدلو توکو بازار تود شوی دی او خلک یې علتونه هم بېوزلي او له هېواده د ځینو کورنیو د باندې تګ بولي.

فضل هادي حمیدي
17 وږی 1400
په کابل کې لاهم ځینې کورنۍ د مجبوریت له مخې د کوراسباب خرڅوي

له سیاسي تحولاتو سره سم په کابل کې د کورونو د کارېدلو توکو د پېر او پلور بازار هم تود شوی دی.

یو شمېر هغه کسان چې د خپلو کورونو کارېدلي توکي پلوري وایي، چې کار او روزګار نشته نو دوی اړ دي چې د خپلو ورځنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره د خپلو کورونو توکي وپلوري.

خو ځینې بیا هغه کسان د خپلو کورونو توکي پلوري چې له هېواده بهر تګ ته یې زړه ښه کړی وي.

۳۵ کلن نصیراحمد چې د کابل په میوند جاده کې د کورونو کارېدلي توکي پلوري وایي، چې دا یې د خپل کور توکي دي او له مجبوریته یې پلوري، ځکه چې کار روزګار نشته نو د کور د کرایې او اولاد د نفقې لپاره اړ دي چې د کور توکي وپلوري.

په همدې حال کې د کورونو د کارېدلو توکو یو بل پلورونکی شاه محمد وایي، خلک ورته د کورونو توکي راوړي، چې ځینې یې له مجبوریته پلوري خو ځینې بیا له هېواده بهر ځي نو خپل د کور توکي پلوري.

په همدې حال کې یو شمېر هغه هېوادوال چې د کابل په میوند واټ کې یې د خلکو د کورونو کارېدلي توکي کتل او د پېرلو لپاره یې راغلي وو، وایي، خلک اړ دي چې د خپلو کورونو توکي وپلوري او کار روزګار نشته.

دوی له حکومت څخه غواړي چې چارې پیل کړي او خلکو ته د کار روزګار زمینه برابره کړي.

څو تنو یې خپل نظرونه له کلید راډیو سره داسې شریک کړل.

خو د کابل یو بل اوسېدونکی اېمل ارمان وایي، که یو شمېر خلک مجبور دي او د بېوزلۍ له کبله خپل د کورونو توکي پلوري نو یو شمېر نور بیا له دې حالت او بازار څخه ناوړه ګټه اخلي او خپل د دوکانونو توکي راوړي او د سرک پرسر یې د کور د توکو په نامه پلوري.

نوموړی له دولت څخه غواړي، اوس چې جګړه پای ته ورسېده نو خلک کار او خدماتو ته اړتیا لري چې باید ورته پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې درېیو اونیو راهیسې ګڼې دولتي او خصوصي ادارې تړلې، چې د ادارو او بانکونو بندوالي آن په شخصي کاروبار هم ناوړه اغېزه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA