ads

په خوست کې د خبریالانو اندېښنې او د مسولینو ډاډ

وروسته له هغه چې پر هېواد طالبان واکمن شول، د نورو برخو ترڅنګ د خبریالانو ستونزې او اندېښنې هم ډېرې شوې او نه شي کولی د تېر په څېر خپل کارونه په ډاډه زړه په مخ یوسي.

بختاجان بختیار
14 وږی 1400
په خوست کې د خبریالانو اندېښنې او د مسولینو ډاډ

د همدغو اندېښنو د شریکولو په هدف په خوست کې د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو مسولینو او خبریالانو د ولایتي ادارې له ځايي مسولینو سره ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې خبریالانو او د رسنیو مسولینو هغه ستونزې په ګوته کړې چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.
په خوست کې د کلید راډيو ولایتي مسول نوراجان بهیر وویل، لکه څه ډول چې په تېرو دوو لسیزو کې افغان خبریالانو د ولس ستونزې شریکې کړې او د بیان ازادۍ لپاره یې قربانۍ ورکړې، دا ازادي دې همداسې پرځای وساتل شي:
«موږ په نننۍ ناسته کې د طالبانو غوښتنې هم واورېدې او ترڅنګ مو هغه ستونزې او غوښتنې هم ورسره شریکې کړې، چې اوس مهال خبریالان او رسنۍ ورسره مخ دي، ترڅنګ مو مهمه غوښتنه دا وکړه چې د بیان ازادي لکه څه ډول چې په تېرو دوو لسیزو کې لاسته راغلي همداسې پاتې شي.»
په خوست کې د غرغښت په نوم د یو خصوصي تلویزیون مسول سخي سرور میاخېل وایي، د اسلامي امارت د خوست له ځایي مسولینو سره یې د رسنیو اقتصادي او نورې ستونزې شریکې او د حل ډاډ ورکړل شوی:
«د رسنیو او خبریالانو ځينې اندېښنې او مشکلات هغه که په اقتصادي لحاظ دي او یا نورو برخو کې دي، موږ هغه تر دوی ورسولې او دوی هم پوره ډاډ راکړ.»
په ورته مهال په خوست کې د اطلاعاتو او کلتور رییس اخترمحمد اکراما وویل، د خبریالانو ستونزې او اندښنې یې واوریدې او ددې اندېښنو او ستونزو په له منځه وړلوکې به ددوی لاسنیوی کوي او ترڅنګ یې د بې پرې او ازادو نشراتو د پرمخ وړلو ډآډ هم ورکړل شو:
«نن ورځ چې د رسنیو مسولینو او خبریالانو له موږ سره ناسته درلوده، ددوی ستونزې مو واورېدې او موږ ورته د پوره همکارۍ ډآډ ورکړ او ترڅنګ مو له دوی وغوښتل چې پرته له ویرې په ازادانه او بې پرې شکل خپل نشرات وکړي او راپورونه جوړ کړي.»
که څه هم د امارت مسولینو افغان رسنیو او خبریالانو ته ډآډ وړکړی چې پرته له ویرې نشرات وکړي او راپورونه جوړکړي، خو بیا هم د کابل او ننګرهار په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې څه موده وړاندې د یو شمېر رسنیو خبریالان وهل شوي او د کار اجازه نه ده ورکړل شوي.
ددې ترڅنګ د ملي او نړیوالو رسنیو زیات شمېر خبریالان او د رسنیو مسولین له هېواده وتلې او فکر کېږي چې دا لړۍ به لا وروسته هم دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA