په بېلابېلو سيمو کې د ډېر شمېر بانکونو څانګې تړلي او ان د پیسو د ایستلو برېښنايي ماشين يا «ایټياېم» هم کار نهکوي. له دې ډلې د يکشنبې په ورځ په کابل کې د بانکونو يو شمېر څانګې پرانیستې وې او د پیسو له ایستلو پرته یې نور خدمات فعال وو.
د ځينو بانکونو مرکزي څانګې د پخوا په څېر پرانیستې دي او د خلکو ګڼه ګوڼه هم پهکې زياته ده، خو توپير یې له نورو ورځو سره دا دی چې د پېرېدونکو کارتونه یې اخیستي وو او په نوبت یې خلکو ته د داخلېدو اجازه ورکوله.
افکټ
د بانکونو مرکزي څانګو مخې ته ولاړ کسان وايي، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او بايد د دوی پیسې ورکړل شي.
هغوی زياتوي، نورې څانګې تړل شوې او اړ دي، څو مرکزي څانګې ته راشي او خپلې پیسې ترلاسه کړي.
غوثالدين کليد ته وويل:
«خلک یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، دلته هره ورځ راځي، خو پیسې یې نهورکول کېږي، دا ستونزه بايد حل شي، خلک پیسې نهلري او ټولې پیسې یې دلته په بانکونو کې بندې دي.»
توکل بيا د بانکونو د څانګو تړل کېدو له کبله له ننګرهار څخه کابل ته راغلی، دی چې دوې ورځې کېږي د مرکزي څانګې مخې ته ولاړ دی وايي، دوې ورځې کېږي خپل کارت یې د بانک مسوولينو ته سپارلی، خو تر اوسه ورته وار نهدی رسېدلی.
نوموړي کليد ته وويل:
«زه خپله د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره دا دوه شپې کېږي له ننګرهار څخه دلته کابل ته راغلی يم، په نورو ځايونو کې بانکونه تړل شوي او دلته هم بیروبار زيات دی، زما کارت یې پرون اخیستی او تر اوسه هم راته نوبت نهدی رارسېدلی.»
د چارو يو شمېر شنونکي بيا وايي، بانکونه عامه خدماتي، د اقتصادي مسايلو او راکړې ورکړې بنسټونه دي او بايد پرانیستي وي.
د پوهنتون استاد او اقتصادي چارو شنونکي سيفالدين «سيحون» کليد ته وويل، د بانکونو له تړل کېدو سره فعالې پیسې په بازارونو کې کمېږي، اقتصادي کړکېچ رامنځته کېږي او ترڅنګ یې خلک نهشي کولی خپلو شتمنيو ته لاسرسی ولري.
سيحون وويل:
«بانکونه بايد پرانیستي وي، ځکه دا عامه خدماتي، د اقتصادي مسايلو او راکړې ورکړې بنسټونه دي، بانکونه اقتصادي مسايلو ته زمينه برابروي او پهدې برخه کې اسانتياوې رامنځته کوي او که په دوامداره ډول تړلي وي، نو پر بانکي سیسټم د خلکو اعتبار راکمېږي.»
د اسلامي امارت د مطبوعاتو د برخې غړی بلال کريمي بيا وايي، د شهزاده سرای په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د بانکونو ځينې څانګې پرانیستل شوې دي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ کليد ته وويل، پهدې برخه کې شته ستونزې د هوارېدو په حال کې دي او پاتې نورې څانګې به هم په نېږدې ورځو کې بېرته پرانیستل شي.
کريمي وويل:
«د شهزاده مارکيټ په شمول د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې د بانکونو ځينې څانګې پرانیستل شوي دي، په دې برخه ستونزې د رفع کېدو په حال کې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به د بانکونو پاتې نورې څانګې هم پرانیستل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې ورځې مخکې د پیسو د لېږد او رالېږد نړيوالې شبکې «ویسټرنيونين» او منيګرام هم د خپلو فعاليتونو د بېرته پيلېدو خبر ورکړی و.