د چارو يو شمېر شنونکي پهدې باور دي چې د اسلامي امارت داخلي انسجام، د نوي نظام په تړاو د سيمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې رضايت هغه مسايل دي چې ښايي يو څه وخت ونیسي.
ځينې بيا پهدې باور دي چې پنجشېر هم يو له هغو مسايلو څخه دی چې د نوي نظام د رامنځته کېدو په برخه کې خنډونه جوړ کړي دي.
د سیاسی چارو شنونکی اجمل هوتک وايي، اوس په هېواد کې نظامي حالت حاکم دی، پخوانی حکومت سقوط شوی او دا يو څه وخت ته اړتيا لري چې نوی حکومت رامنځته شي.
نوموړي کليد ته وويل، په نوې حکومت کې بايد وړ کسان وګمارل شي.
هوتک د پنجشېر موضوع ته په اشارې وويل، جنګ ته بايد د پای ټکی کېښودل شي او دا ستونزه بايد د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي وويل:
«دلته اوس پوځي حالت دی، پخوانی حکومت سقوط شوی، نو دغو موضوعاتو ته په کتو دا يو څه وخت ته اړتيا لري او وخت به نیسي چې نوی نظام او حکومت اعلان شي، خو د ولس غوښتنه دا ده چې داسې وړ کسان دې وګمارل شي چې افغانانو ته خدمت وکړي.»
په ورته وخت کې د پوهنتون استاد نصرالله فلک بيا وايي، د اسلامي امارت داخلي انسجام، د نوي نظام په تړاو د سيمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې رضايت هغه مسايل دي چې ښايي يو څه وخت ونیسي او د نوي جوړښت د اعلان په برخه کې یې ځنډ رامنځته کړی.
نوموړي کليد ته وويل، هغه حکومت به ټولو ته د منلو وړ وي چې خلک د نوې رهبرۍ د ټاکلو په برخه کې ونډه ولري.
فلک وويل:
«موږ پخوا هم ويلي چې هغه حکومت ټولشموله کېدلی نهشي چې خلک پهکې د راتلونکې رهبرۍ د ټاکل کېدو په برخه کې ونډه ونهلري، نو اوس هم اړتيا ده او هغه حکومت به ټولو ته د منلو وړ وي چې خلک پهکې د نوي رهیر د ټاکلو حق ولري.»
پر دې سربېره هېوادوال هم ټينګار کوي د نوې رهبرۍ په ټاکل کېدو کې خنډ او ځنډ د دې لامل شوي چې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شي او هر څه په ټپه ودرېږي.
دوی زياتوي، نوی حکومت بايد ژر اعلان شي.
عصمتالله کليد ته وويل:
«حکومت نهدی اعلان شوی او خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، زموږ غوښتنه دا ده چې نوی نظام بايد ژر تر ژره اعلان شي.»
موغوښتل پهدې برخه کې د اسلامي امارت چارواکو نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نهشوو، خو دوی بیا تر دې مخکې ويلي وو چې د نوي سياسي جوړښت پر رامنځته کېدو خبرې روانې دي او نوی نظام به ټولشموله او هر اړخیز وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ