ads

«ځوانان دې بهر ته د تلو پر ځای په شته نظام کې کار وکړي»

د خپل هېواد او خپل اختیار تر نامه لاندې په دې راټولیدنه کې چې د خوست د ملکي او نظامي برخو مسولینو، د پوهنتون استادانو، شاعرانو او لیکوالانو برخه اخیستې وه، له ځوانانو وغوښتل چې بهر ته له تللو ډډه وکړي، همدلته په خپل وطن کې پاتې او کار وکړي.

بختاجان بختیار
10 وږی 1400
«ځوانان دې بهر ته د تلو پر ځای په شته نظام کې کار وکړي»

د خوست د شیخ زاید پوهنتون استاد رباني وحدت وویل، ځوانانو ته پکار ده چې حوصله وکړي او له شته نظام سره یو ځای لاس پکار شي:
«موږ ته پکارده چې اوس حوصله وکړو، موږ همکار پاتې شو، دا وطن زموږ ستاسو دی، ځوانانو ته بایده دي، چې د مسولینو نیمګړتیاوې ورپه ګوته او په حل کې یې ورسره مرسته وکړو.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې دې ځوانانو ته په هېواد دننه دکاروبار زمینه برابره کړې، څو بهرته تللو ته زړونه ښه نه کړي.
هغه وویل ډيری ځوانان د اقتصادي ستونزو او د راتلونکي د نامعلوم برخلیک له کبله نورو هېوادونو ته د تللو هڅه کوي:
«ددې ولس د بچو خېټه باید مړه وي، هغوی ته باید یو څه ورکړل شي، څو هغوی په هېواد کې پاتې شي او تاسره د هېواد په ابادولو کې برخه واخلي.»
په ورته مهال د خوست والي مولوي محمدنبي عمري وویل هېواد تر ټولو زیات ځوانانو ته اړتیا لري، نو پکار ده چې په شریکه ددې هېواد دپرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي:
«دا ځوانان باید خپل استعداد پکار واچوي، دې ځوانانو او مشرانو ته ضرورت دی، که ستونزه پېښېده په ګډه به ورته حل لارې لټوو، زموږ خویندې دې ګیله نه کوي، دوی ته به د زده کړو زمینه برابریږي، هغوی دې هیڅکله هم نه مایوسه کیږي.»
څه باندې دوه اونۍ وړاندې کله چې طالبانو کابل ونیو، نوځوانانو چې ډيری برخه یې تعلیم یافته او لوړو زده کړو لرونکي ول، د هېواد د پرېښودو هوډ وکړ، چې یو شمیریې بهر ملکونو ته لاړل او ډير شمیر لا هم هڅه کوي چې هېواد پریږدي.
خو د اسلامي امارت مسولین ځوانانو ته د ژوند دخوندیتوب ترڅنګ هغوی ته د کار روزګار د پیدا کېدو ژمنې ورکوي او وایي چې تلونکي ځوانان دې بهرته د تللو پرځای پخپل هېواد کې له دوی سره یو ځای کار وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA