ads

د سولې لپاره تکراري که پرېکنده سفر؟

سره له دې چې د افغانستان حالاتو په اړه د امریکا جمهور رییس جوبايډن وروستۍ څرګندونې نهيلې‌کوونکې،  خو د سولې تر درول شوي حالت وروسته افغانستان او سیمې ته  د زلمي خلیلزاد سفر یو ځل بیا په افغان سوله کې د امریکا د لېوالتیا څرګندونه کوي. 

کلید
20 چنګاښ 1400
د سولې لپاره تکراري که پرېکنده سفر؟
په ښکاره د خلیلزاد د سفر هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې تړون ته د رسېدو لپاره هڅې بلل شوې، خو دا چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خلیلزاد سفرونه او هڅې د سولې په ټینګېدو کې دومره اغېزناکې نه دي ثابتې شوې، افغانان پر یاد سفر دومره ډاډه نه ښکاري او یوه تشریفاتي هڅه يې بولي.
د افغان ولس په عقیده، په تېر وخت کې افغانستان ته د خلیلزاد تر هر سفر وروسته جګړو زور اخیستی او دا دی نن سبا په کابو نیم افغانستان کې جګړه روانه ده.
 افغانان وايي، که چېرې امریکاواقعا په افغانستان کې د سولې او  ټیکاو په لټه کې وي، اړتیا ده چې په قاطعیت سره د افغان شخړې د حل لپاره لاس په کار شي؛ ګنې په دغسې سفرونو دې افغانان نه تېر باسي.
د خلیلزاد د تېرو سفرونو په پای کې تل ویل شوي چې د دواړو خواوو د علاقې پر وړ موضوعاتو خبرې شوې، د سولې هڅې کېږي او جګړې به څنډي ته شي، خو خلکو ته هېڅکله د دغو سفرونو د رښتینو او واقعي بحثونو او موضوعاتو په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي. حتا په دې اړه ولس ته د جزییاتو له ورکولو څخه افغان دولت هم ډډه کړې او ولس په معلوماتي خلا کې ساتل شوی دی.
په هرحال، باید په واضحه توګه ووایو چې د خلیلزاد د سفرونو د بې پایلې‌توب په باب د عادي افغانانو دې قضاوت ته خپله امریکايي او افغان چارواکو زمینه برابره کړې ده.
خلیلزاد له تېرو دوو، درې کلونو راهیسې په افغان سوله کې د امریکا مامور دی. په دې موده کې نه په خپله امریکا او نه هم د افغانستان حکومت کومه ارزونه وړاندې کړې چې دا سفرونه څنګه وو، پايلې يې څه وې، څه په کې وویل شول او ولې وضعیت ورځ تربلې خراب شو او بالاخره د افغانستان ولس له‌پاره یې څه پایله او نتیجه درلوده؟
له بل لوري کله چې په امریکا کې د بايډن په مشرۍ نوې اداره رامنځ ته شوه، داسې ښکارېده چې مشران یې د خلیلزاد له هڅو ناراضه دي او ډېر ژر به یې له دغه ناکام ماموریت څخه ګوښه کړي، خو اوس لیدل کېږي چې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکا ناکام ماموریت لا هم دوام لري.
بل پلو سره له دې چې د افغانستان په اړه د بایډن په وروستیو څرګندونو کې نه‌لېوالتیا تر سترګو کېده، خو یو شمېر مبصرین وايي، ممکن د ایران او روسیې چټک فعالېدلو، یو ځل بیا د افغانستان په قضیه کې د امریکايي چارواکو لېوالتیا راپارولې او له همدې کبله به وي چې خلیلزاد یو ځل بیا صحنې ته راوتلی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA