ads

په ارزګان کې یو ماشوم د اووشو لوبې روزونکی دی

عصمت الله بارک چې ۱۵ کاله عمر لري له تېرو پنځو کلونو راهیسې په مرکز ترينکوټ کې د اووشو لوبي اړوند په یوه کلب کې د روزونکي مسوولیت پر غاړه لري.

احسان الله
14 چنګاښ 1400
په ارزګان کې یو ماشوم د اووشو لوبې روزونکی دی

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې يوازينی کم عمره روزونکی عصمت الله بارک دی، چې لسګونه شاګردان یې په دې برخه کې روزلي دي او لاهم ادامه ورکوي.

هغه وايي له تېرو څو کلونو راهیسې یې لسګونه ځوانان د اووشو لوبو لپاره چمتو کړي دي او لاهم په دغه خبره کې ځوانانو ته زده کړې ورکوي.

عصمت الله وايي د ورزش  لپاره هر وخت مناسب دی اوخلکو ته په کار ده چې د روغتيا د سالمې ساتنې لپار تل ورزش وکړي.

عمصت الله بارک وويل «زه ۱۵ کاله عمر لرمه زه په مرکز ترينکوټ کې د اووشو د يوه کلب استاد يم، تراوسه پورې ما په لسګونه ځوانانو ته د ورزش په برخه کې روزنه ورکړې ده پنځه کاله کېږي، چې زه دلته د روزونکي په صفت کار کومه زما نورو ماشومانو او ټولو خلکو ته پیغام دادی چې ورزش عمر پورې تړاو نه لري، په هر وخت کې د روغتيا لپاره ورزش کول ګټه لري، هر څوک بايد په ځان باور پیداکړي او د ورزش لوبې وکړي»

د اووشو د لوبو دغه ماشوم روزنکي وايي د ژوند لوی ارمان يې دادی چې د اووشو لوبو په برخه کې د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړی شي او د هېواد لپاره اتلولي وګټي.

نوموړي چې د بېلابېلو ارګانونو څخه يې تصديق ليکونه او ستاينليکونه هم ترلاسه کړي دي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په ارزګان کې د اووشو لوبو د ودي لپاره کار وکړي.
عصمت الله بارک زياته کړه «زما يو ارمان دادی چې زه د افغانستان په ملي لوبو کې ولوبيږمه ما د رسمي او غيري رسمي ادارو څخه په لسګونه ستاينليکونه او تصديق ليکونه هم ترسره لاسه کړي دی چې دا زما لپاره د وياړ خبره ده، له حکومت څخه غواړمه چې موږ ته د ورزش په برخه کې زموږ حق راکړي موږ يوازې خپل حق غواړو فقر نه غواړو»

۲۴ کلن عبدالقدوس چې د تېرو څو کلونو راهیسې په دغه کلب کې د عصمت الله لخوا ورته ورزشي تمرين ورکول کيږي وايي چې عصمت الله بارک د اووشو په برخه زياته تجربه لري او له زیاتو ښوونکو ښه پوهېږي.

عبدالقدوس وويل «زه له تېرو دوو کالونو راهیسې په دغه کلب کې لوبې کومه عصمت الله جان زموږ روزونکی دی ډير ښه روزنه لوبغاړو ته ورکوي، موږ ترې ډېر خوښ یو، هیله مو داده چې استعدادونه ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.»

ارزګان هغه ولايت دی چې د پخوا په پرتله پکې د ورزش برخې وده کړې ده او ډېر شمېر ځوانان په بېلابېلو لوبو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA