ads

د سولې په تړاو په ارزګان کې ستره ولسي غونډه

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د يوې لويې غغونډې پرمهال ولسونو له وسله والو طالبانو او افغان حکومته په يوه غږ د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

احسان الله ولسمل
8 غبرګولی 1400
د سولې په تړاو په ارزګان کې ستره ولسي غونډه
په جوړه شوې غونډه کې دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړي و.
دوی په افغانستان کې روانه جګړه ورور وژنه وبلله او پر دواړو غاړو يې غږ وکړچې له افغان وژنې څخه لاس واخلي.
دیني عالمان وايي، افغانان په خپل منځ کې د بهرنيو هېوادونو په اشاره ورور وژنه کوي اودغه ډول جګړه ناوړه پايله لري.
ديني عالم مولوي حمد الله ابدالي او سرکاتب احمدشاه خان وويل:
«طالبان وايي، موږ امارت غواړو حکومت وايي، موږ جمهوريت غواړو. دا يو بهانه ده، دواړې غاړي باید په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره تر لويو لويو شرطونو تېر شي.»
پرهمدي مهال د غغونډې نور ګډوال هم وايي چې د جګړې ښکېل اړخونو ته د جګړې د دوام لپاره هېڅ بهانه نه ده پاتې او نور جګړه بايد ختم شي.
دوي وويل، افغان حکومت او وسله وال طالبانو باید د سولې په خبرو کې له غټو شرطونه تېر شي او د افغانانو د وینې درېدو لپاره دې تاوتريخوالۍ ختم او اوربند دې وکړي.
قومي مشر رحمت الله خان او مدني فعال حاجي احمد جاويد خپلواک وويل:
«طالبه وروره! راشه نوره جګړه بس کړه، که هر څومره ساحي ونیسي، خو دنګ دنګ ځوانان به شهيدان شي.»
د ارزګان ترڅنګ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ملکي افغانانو له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه دغه ډول غوښتنې کړې دي.
د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ له ډېر وخته د سولې خبرې روانې دي، خو تراوسه يې ښکاره پایله نه تر سترګو کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA