ads

په هلمند کې جنګ ځپلې کورنۍ د مرستو پر شفافیت ټینګار کوي

د دې ولایت  د وروستیو جګړو له امله یو شمېر جګړه ځپلي ګډوال وایي؛ که څه هم مرستندویه بنسټونو او اړونده ادارو پر ټاکلي وخت ورته مرسته نده رسولې، خو وایي، کومې مرستې چې کیږې باید په شفاف ډول کډوال ته ووېشل شي.

شمس الرحمن شمس
6 غبرګولی 1400
په هلمند کې جنګ ځپلې کورنۍ د مرستو پر شفافیت ټینګار کوي

بلخوا بیا د هلمند د کډوالو چارو ریاست جنګ ځپلو کورنیو ته د مرستو په روان بهیر کې د پوره شفافیت خبر ورکوي.

په هلمند ک د وروستیو جګړو له امله  لښکرګاه ښارته راکډه شوې زرګونه کورنۍ وایې؛ که څه هم تراوسه پورې ورسره مرستې نه دي شوي.

خو زیاتوي کومي مرستې، چې د کډوالو په نوم راټولېږي، باید هغه مرستې په شاف ډول پر هغه کورنیو باندې ووېشل شي، چې د جګړو له کبله یې ډک کورونه پریښې دي او له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

«موږ د بولان څخه راغلي یو هلته د داوړو خوا ترمنځ جګړې روانې دي، لوی مرمۍ مو په کورنیو کې مښلې، بس یوازې موسرونه را اېستلې دي، تراوسه پورې راسره هېڅ راز مرسته نه ده شوې زموږ غوښتنه داده کومې مرستې چې زموږ په نوم راټولیږې باید په شفاف ډول مستحق کسانو ته ورکړل شې.»

 بلخوا د هلمند کډوالو چارو رییس سید محمد رامین ابراهیمي د خپل ماموریت له پیل څخه بیا تر اوسه ډېری شکایتونه بې بنسټه بولي او وايې دوی د یو ځانګړي انټرنټي سیستم له مخي د کډوالو چارو ریاست له ادرسه هره سروې او توزیع په شفاف ډول ترسره کوي.

« د مرستو د وېش پرمهال موږ پرشفافیت ډاډه یو، زموږ سره ولایت مقام نماینده، زموږ نماینده ،دامنیت ملي او یوشمېر نورو ارګانو نماینده ګان هلته شتون لري، بل موږ د انټرنیټې سیستم څخه استفاده کوو؛ که یو څوک یو ځل مرسته واخلي بل ځل مرسته نشې اخستلی »

د یادولو ده چې د تېرکال راهیسې په دې ولایت کې د جګړو او نا امنیو له امله د کډوالو چارو د ریاست دمعلوماتو له مخې، شاوخوا ۴۰زره کورنۍ بیځایه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA