ads

په هلمند کې ۱۷۶۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مسولین وایي، چې د ۱۳۹۹کال نهو میاشتو په موده  کې په دې ولایت کې د جګړو او ماین چاودنو پر مهال ۱۷۶۵ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

حضرت محمد روحاني
2 غبرګولی 1400
په هلمند کې ۱۷۶۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
هلمند

په هلمند ولایت کې د بشر حقونو خپواک کمېسیون سرپرست رییس عبدالمقیم علیزي کلید ته د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل چې د ۱۳۹۹کال د نهو مایشتو په  موده کې د جګړې له کبله ۱۷۶۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د علیزي په خبره یاده مرکه ژوبله په مخامخ جګړه او د ماین چاودنو په پایله کې رامنځته شوې ده.

 «دغه مرګ ژوبله په۱۳۹۹کال په حمل، ثور، جوزا‌، سرطان،اسد،سنبله،میزان،عقرب،قوس، میاشتو کې په دې ولایت کې جګړو شدت پیدا کړی  و چې پرمهال یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ کسان وژل شوي ۱۶۲۸کسان ټپیان شوي دي»

علیزي دغه راز زیاته کړ،  اوس هم بیا جګړې ددې ولایت په یو شمیر سېمو کې روانې دې چې ددغه جګړوپرمهال یې هم دماین په چاودنو کې ملکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

«متاسیفانه ګورئ بیا جګړې پیل شوې دي، تاسو د څو پېښو شاهدان یاست چې د بولان په سېمه کې پر سراچه ډوله موټر د ماین چاودنه وشوه ۱۱ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، داسې نادعلي کې هم پرما‌ذا موټر ماین چاودنه چې هغه هم مرګ ژوبله لرله، اوس بیا پرښار هم ړانده توغندي را ګوزارېږي، چې دا خپله د ملکې وګړو ژوند ته پاملرنه نه کیږي»

مقیم علیزي د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د ملکي وګړو ځاني خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بلخوا بیا د هلمند د والي مرستیال بریالي نظري؛ که څه هم  د بشر حقونو د راپور په اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه، وسله والو طالبانو عامه خلک د ځان سپر ګرځوي او په ګڼ میشتو سېمو کې ماینونه ځای پرځای کوي، چې د هغه ماین په چاودنو کې ملکي خلک خپل ژوند له لاسه ورکوې .

 «اصلاً وسله وال طالبانو د بېګاه افغانانو ژوند ته پاملرنه کوي، چې زیاته مرګ ژوبله یې ملکي کسانو ته اړولې، په دعامه خلکو د تګ راتګ په لارو ماینونه ځای پرځای کوې »

که څه هم تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسینو ته څه نه دې ویلې .

په داسې حال کې ددې ولایت د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاوژوره اندېښنه ښیي، چې یو ځل بیا د دې ولایت مرکزته په نیژدې سېمو کې جګړې روانې دي، د دغه جګړو له امله ۱۵۰۰کورنۍ بېځایه شوې دي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA