ads

پارکونو او نيالګو ته د ښاروالۍ پاملرنه او د ښاريانو خوښي

هر کال د پسرلي په رارسېدو سره کابل ښارولي د ښار په بېلابېلو سيمو او ناحيو کې نيالګي کري چې سږکال هم د دوی له‌خوا دا چاره ترسره شوه.

منصور یوسفزی
2 غبرګولی 1400
پارکونو او نيالګو ته د ښاروالۍ پاملرنه او د ښاريانو خوښي

د ښار په بېلابېلو سيمو کې د نيالګيو او ګلانو له کرلو شاوخوا دوې مياشتې وروسته ظاهراً داسې ښکاري چې ښاروالي د نيالګيو او شنو سيمو ساتنې ته خپله پاملرنه زياته کړې او ښاريان هم ترې خوښ ښکاري.

کابل ښاريان وايي، د نورو کلونو په پرتله نيالګيو، شنو سيمو او عمومي پارکونو ته د ښاروالۍ توجه زياته شوې چې دا بسنه نه‌کوي او لا ډېر کار ته اړتيا ده.

دوی که څه هم په دې برخه کې د ښاروالۍ له فعاليتونو خوښ دي، خو ټينګار کوي چې په‌دې برخه کې د خلکو همکاري هم اړينه ده.

شمس‌الدين کليد ته وويل:

«لکه څنګه چې په دې وروستيو کې ليدل کېږي پارکونو او شنو سيمو ته د ښاروالۍ  توجه زياته شوې ده، موږ ترې خوښ يوو، خو دا بسنه نه کوي او په‌دې برخه کې بايد لا زيات کار وشي، ځينې نيمګړتياوې لاهم موجودې دي، دا پارکونه ډېر ګټه کوي ځکه خلک له وضعيت څخه ستړي دي او راځي دلته د څو شېبو لپاره تفريح کوي.»

يو شمېر ښاريان بيا د شنو سيمو، ونو، نيالګيو او پارکونو شتون د ښار نظم او ښکلا لپاره مهم او اړين بولي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدلرحمن وايي، د ښار په بېلابېلو سيمو کې د شنو ځايونو، ونو او پارکونو شتون ښاريانو لپاره روحي ارامتيا ورپه برخه کوي.

دی چې د کابل په يوې شنې سيمه کې د وني تر سيورې لاندې ناست و، له کليد سره یې د خبرو پر مهال وويل، داسې شنه ځايونه دې لا زيات شي او کابل ښاروالي او هېوادوال بايد په ګډه د ورته ځايونو د ساتنې لپاره کار وکړي.

عبدالرحمن وويل:

«د هېواد کې خو د پارکونو او شنو ځاينونو شتون ته ډېره اړتيا ده، ځکه دا به د ښار د ښکلا او نظم لامل شي، بله مسله دا ده چې کله سړی پارکونو ته راځي او دا شنې ونې، ځايونه او نيالګي ويني، نو د ارامتيا احساس کوي.»

پر دې سربېره کابل ښاروالي بيا وايي، دوی سږکال د کابل په بېلابېلو ناحيو کې شاوخوا ۱۹۲ زره نيالګي کرلي او د په ۲۲ ناحيو کې یې زيانمې شوې سيمې بېرته رغولي دي.

د ښاروالي د سرسبزۍ رياست مرستيال نورمحمد سرحدي کليد ته وويل، دوی په کابل د پارکونو د ساتنې لپاره ۳۰ مديريتونه لري چې دنده یې د پارکونو، شنو سيمو، ګل‌دانونو او نيالګيو مراقبت او ساتنه ده.

سرحدي د ښار په بېلابېلو ناحيو کې د شنو سيمو د ساتنې په برخه کې د خلکو همکاري مهمه بولي او ټيڼګار کوي، په دې وروستيو کې د خلکو همکاري زياته شوې.

هغه وويل:

«موږ سږکال د کابل په بېلابېلو ناحيو کې شاوخوا ۱۹۲ زره نيالګي کرلي دي او د په ۲۲ ناحيو کې مو زيانمې شوې شنې سيمې بېرته زرغونې کړې دي، موږ په کابل د پارکونو د ساتنې لپاره ۳۰ مديريتونه لرو چې دنده یې د پارکونو، شنو سيمو، ګل‌دانونو او نيالګيو مراقبت او ساتنه ده.»

کابل د هېواد له هغو ولايتونو څخه دی چې د هوا ککړتيا کچه په‌کې تر نورو ولايتونو خورا زياته ده، اوس باورونه دا دي چې د شنو سيمو له زياتېدو سره ښايي دا ستونزه تر ډېره هواره شي.

که څه هم ښاريان د ښاروالۍ له وروستيو فعاليتونو خوښ برېښي، خو د کابل په ډېر شمېر سيمو کې بيا لاهم شنو سيمو ته د ښاروالۍ د نه‌پاملرنې په تړاو اندېښنې موجودې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA