ads

افغان ځواکونو لغمان ولایت کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي

لغمان ولایت چارواکي د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د تازه عملیاتو دپيل خبر ورکوي.

جان اغا صالح
2 غبرګولی 1400
افغان ځواکونو لغمان ولایت کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي

د والي ویاند اسدالله دولتزی وایې، دغه ولایت ته د ملي دفاع سرپرست وزیر په ملتیا تازه دمي ّځواکونه هم ور رسېدلي دي.

دولتزی زیاتوي عملیات دوام لري او ژر به هغه سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړي کوم چې دوی په کې پراخ فعالیت لري.

نوموړی وایي په پلاوي کې د دفاع وزارت سرپرست وزیر یاسین ضیا د ملي امنیت لومړی مرستیال او د دغې ادارې اوپراتیفي مرستیال خوشحال سادات او ګڼ شمېر نور نظامي مسوولین ګډون لري.

کليپ((((

 «تیره شپه د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا او ګڼ شمیر نورو لوړپوړي چارواکي لغمان ولایت رسیدلي او تازه مي دمي ځواکونو هم ورسره وو، چې له رسیدو سره سم یې پر هغو ځایونو ځمکني او هوایي عملیات پیل کړي چې وسله والو طالبانو په کې فعالیت درلودی، دغه عملیات به په هغو ساحو کې وي چې طالبان په کې فعالیت کوي او مونږ غواړو خپلو خلکو ته ارامه فضا رامنځته کړو.»

په ورته وخت کې د لغمان ولسي استازي وایې، له دولت شاه سربېره بادپښ، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې هم حکومتي پوستې د محاصرې په حال کې دي.

د ولایتي شورا غړي ظاهر حسین خیل کلید ته وویل که یادو سیمو ته مرسته ونه رسېږي نو وېره شته چې الیشنګ او الینګار به هم سقوط شي.

«دولت شاه خو د طالبانو په لاس کې ده ټولې لارې یې تړلي دي او که حکومت لغمان ته پام ونه کړي نو ویره شته چې ګڼې نورې سیمې به هم د وسله والو طالبان لاسته ولویږي او ستونزې به لاپسې زیاتې شي او همدارنګه له حکومت غواړو چې لغمان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د لغمان د ولایتي شورا یو بل غړی ګلزاز سنګروال بیا وایې، تازه د یک شنبې په سهار د لغمان د مرکز مهترلام اړوند الینګار په مسیر د «میدانۍ نوې کلا او ګټل»  امنیتي پوستې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوې دي او جګړه کرار کرار مرکز ته په نیږدې کیدو ده.

بل لورته بیا د یاد ولایت مدني فعالان د عامو خلکو وضعیت ته اندېښمن دي.

مدني فعال نجیب الرحمن انقلابي وایې، په دولت شاه، الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې له تیرو څو اوونیو راهیسې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ مرکز مهترلام ته کډه شوي، چې اوسمهال په سخت حال کې ژوند کوي.

«په لغمان کې چې شاوخوا دوه اوونۍ وشوې چې جګړه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په دولت شاه او یو شمیر نورو سیمو کې پیل شوې، چې له امله یې زرګونه خلکو بیځایه شوي چې زیاتره یې مهترلام ته راغلي چې له سختو ستونزو سره مخ دي له حکومت ورته د مرستې غوښتنه کوو.»

خو د لغمان د کډوالو چارو رئیس شاکر الله شاکر وایې، چې د دې ولایت په درییو ولسوالیو کې د جګړو له امله له زرو ډیرې کورنۍ بیځایه شوي دي.

«د لغمان په دولت شاه، الینګار او الینګار ولسوالیو کې اوسمهال هم جګړه ده خلک بیځایه کیږي، چې له امله یې زرو ډیرې کورنۍ بیځایه شوي دي او دا بیځایه کیدنه اوسمهال هم روانه ده او مونږ توانیدلي یو چې له دوه سوه کورنیو سره له سروې وروسته مرسته وکړو او نورو سره به هم کیږي.»

بل لورته وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو د تازه پيل شویو عملیاتو په تړاو څه نه دي ویلي.

لغمان ته د حکومت لوړپوړی پلاوی داسې مهال سفر کوي، چې د دې ولایت دولت شاه ولسوالۍ تیره اوونۍ وسله والو طالبانو سقوط کړې او په الینګار، الیشنګ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې بیا د امنیتي ځواکونو د پوستو د سقوط خبره کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA