ads

په هلمند کې له غلو سره پر جدي مبارزې ټینګار

د هلمند د والي مرستیال بریالی نظري وایي، که د لښکرګاه ښار په هره حوزه کې غلا وشوه، د هغه حوزې له امرسره به حساب وشې .

حضرت محمد روحاني
31 غویی 1400
په هلمند کې له غلو سره پر جدي مبارزې ټینګار
هلمند هیلۍ چوک
نوموړي ښاریانوته ډاډ ورکړچې خپل کار اوبار ته پراخیتا ورکړي او په وینایې، تر دې وروسته به د هغو غلو مخه ونیول شي چې دوی یې اندېښمن کړي دي:
«موږ د حوزو ټولو امرینو ته جدې خبرداری ورکړی، که په هره حوزه کې غلا وشوه، د حوزې له امر سره به قانوني چلند وشي.»
بلخوا، د دغه ولایت اوسېدونکي هم د حکومت دغه اقدام ستایي او وایي، که حکومت د حوزو پر امرینو قانون پلی کړي، هلته به د هر ډول جنایي پېښو مخه ونیول شي.
«که دغه اقدام عملي شې، د ګڼو جنایي او نورو پېښو مخه به ونیول شي، موږ یې هرکلی کوو.»
امنیتي مسولین پر داسې مهال ښاریانو ته د جنایي پېښو د مخنیوي ډاډ ورکوي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د وسله والو نښتو تر څنګ غلاوې او نور جنایي جرمونه هغه څه دي چې د هلمند د اوسېدونکو ژوندی ې له ګواښ سره مخ کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA